دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبزموږ د ښار ماڼۍ / ګل رحمن رحماني

زموږ د ښار ماڼۍ / ګل رحمن رحماني

   زموږ دښار ماڼۍ دنړۍ د نورو ښارونو غوندې نه دي چې په ليدو يې دښاريانو سترګې خوږې او زړونه ارام شي، ژوند ته غېږه ورکړي او ديوه رنګين خوب غوندې يې په ذهن کې را ونغاړي.

زموږ دښارماڼۍ په خپلو ښيښو زموږ سترګې برېښوي او زهرجنې وړانګې يې دغشو په څېر دسترګو په رپ کې دزړه تل ته ځي او له هر پوړ نه يې دمرګ بدرنګه سوداګر سترګکونه وهي.

دنړۍ دنورو ښارونو ټولې دنګې ښيښي ماڼۍ او قصرونه دهغوى د اوسېدونکو او خلکو  په خولو اباد شوي ، دهغوى دلاسونو خاپونه پکې ښکاري ، جونګړو ته سلام کوي او دهر زيارکښ په نوم يې يو پټ  خو زرين څلى هم پر بام ولاړ دى ،چې هر څوک يې حس کولاى شي.

خو دلته خبره بل ډول وه ، ددې ښار ټولې دنګې ماڼۍ دخلکو له وينو ،غوښو ، تازه او ورستو هډوکو جوړې شوې  دي ، دهغوى له وينو او غوښو يې رنګ اخيستى ، په هر پوړ کې يې شناختو ته ورته کټارې لګېدلې ، پرې شوي لاسونه او پښې ترې راوتلې ، چې خاوندان يې نه ګوري خو عادي لارويان يې ډېر په روښانه ډول ويني، خو کله چې دخپلې وېرې بيانولو لپاره شوندې وخوځوي، نو له وړاندې پرې يو دچوپتيا مهر لګېدلى وي.

دنړۍ دنورو ښارونو له ماڼيو دتازه او ښکلونو ګلونو هارونه او لړونه را ګرځېدلي وي او له هر پوړ نه يې ځولۍ ځولۍ ګلونه دباد له نرمو څپو او سهارني نسيم سره ټالونه وهي ، کوڅه په کوڅه وږمې شيندي ، دروازې يې دهر ستړي او نا اشنا لاروي پر مخ بې وېرې او قيده خلاصې وي.

خو ددغه ښار له ماڼيو دګلونو دهارونو په ځاى اغزن سيمونه او وسپنيز تور برېښنايي جالونه ګرځېدلي ، په مخکې له راشنو اغزيو يې له تابوتونو دخلاصو شوو دړو کټارې تاو دي ، په درازو يې  د وېرې او کرکې تور کلپونه را ځوړند دي ، ښکلې ښکاري خو زړه راښکون پکې نه شته او که څوک ورته ښه ځير شي ، نو د غم سرود او د مرګ شپېلۍ پکې غګېږي.

دلته ستړي انسانان څه چې دهوا مرغان هم څوک کښېناستو ته نه پرېږدي ، ځکه چې خاوندان يې دا دځان دمزاحمت په مانا ګڼي ، دعيش عشرت او عصمتونو د لوټ خوند او نشه يې کموي.

 دلته هره ورځ دښار په بېلابېلو برخو کې نوې او دنګې ماڼۍ سرونه اوچتوي ،يو له بل سره په ښکلا او دنګوالي کې سيالي کوي ، ورځ تر ورځې پراخېږي ، خو هلته ډېر لرې کلي ورانېږي او هديرې پراخېږي ، هلته چې کلي دمرګ په خوب ويده شي ، نو ددې ماڼيو خاوندان په ورېښمو کې له پټو چړو او تورو سره  ورځي دهغوي دپېغلو له غاړو هارونه را خلاصوي ، دناوې ګانو خزانې لوټي او له وينو يې ددې ښار دماڼيو خاورو او دېوالونه ته رنګونه جوړوي .

ددې ښارماڼۍ دداسې خلکو دي ،چې هغوى ددې ښار نه پردي شوي ، دخپلې مور په زيوراتو او دپلار په توره او تاريخ يې سوداګري کړې ، خو ځانونه دهمدې ټاټوبي اصلي مالکان او واکمنان ګڼي.

        دوى شپه ورځ دخوارانو دجونګړو په لوټلو بوخت دي او دشپې په خوبونو کې هم دعزتونو او ارام ژوند په لوټ پسې ګرځي ، دوى په اوسنۍ زمانه کې اوسي خو دغلامۍ او مريتوب دزمانې خيالونه لري ، دوى ځانونه  خدايان ګڼي او غواړي چې خپلې ماڼۍ په غلامانو او وينځو ډکې کړي.

ددې ښار دماڼيو خاوندانو لاهم دهغه زلزلې وژونکې او مرګونې څپې نه دي حس کړې ، چې ددوى په لاس دځمکې تل ته دکوزو شوو او خښو شوو وګړو له اهونو او زندۍ شوو فريادونو څخه راپورته شوې دي .

دا مه هېرو‌ئ چې  يوه شپه به دوى په همدې ماڼو کې دناز په خوب وي ، خو دغه زلزله به راځي او دوى ټول به  په همدغه ښيښه يي قبرونو کې دځمکې تل ته کوزېږي.

٢٠١٣ فبروري ١٦

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب