Homeخبرونهد ایران د باندنیو چارو وزارت د کاظمي قمي پر ځای د...

د ایران د باندنیو چارو وزارت د کاظمي قمي پر ځای د بیګدلي ټاکنه عادي چاره وبلله

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي وايي چې په افغانستان کې د ایران د استازي بدلون یو عادي او منظم بهیر دی.

ده دا خبره د هغو راپورونو په ځواب کې وکړه چې وایي د ایران له خوا په افغانستان کې د کاظمي قمي پر ځای د علی رضا بیکدلي له ټاکلو سره به د افغانستان په اړه د ایران سیاست بدل شي.

بقايي وویل چې د ایران په استازو او دیپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو کې بدلونونه یو منظم بهیر دی چې په ټاکلو وختونو کې ترسره کېږي.

د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، بیکدلي د کابل لپاره د ایران د ماموریت د مشر په توګه وټاکه. او په عین حال کې یې اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي چوکۍ حدف شوې ده.

د ایران د باندنیو چارو وزارت پر اساس، له دې ایسته به د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی د ایران له باندنیو چارو وزارت سره تړاو لري.

کاظمي قمي د ایران په سپاه پاسداران پورې تړاو درلود چې د طالبانو له حکومت سره نژدې اړیکې پالي خو د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې تل د طالبانو په اړه انتقادونه شوي دي.

بیکدلي مخکې د قونسلګریزو چارو د مرستیال وزیر په توګه، او په اذربایجان، ترکیې او قبرس کې د ایران د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...