Homeخبرونهله ۱۹کلنو کم عمره افغان لوبډلې پایلوبه کې پاکستان مات او اتلولي...

له ۱۹کلنو کم عمره افغان لوبډلې پایلوبه کې پاکستان مات او اتلولي وګټله

تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۶مه) د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه او د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي یې خپله کړه.

په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د نهو لوبغاړو په زیان یې پاکستان ته د ۲۵۱ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د خپل ۲۵۱ منډو هدف په دفاع کې خورا ښه توپ اچونه وکړه،چې په پایله کې یې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

افغانستان لپاره برکت‌الله ابراهيم‌زي ۷۹ منډې، نظيف‌الله اميري ۵۶ منډې وکړې.

افغانستان د دې سریز په لومړۍ لوبه کې هم پاکستانۍ لوبډله ماته کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...