دوشنبه, جنوري 20, 2025
Homeخبرونهایلن مسک: د ډرون عصر دی، احمقان لا هم په جټ الوتکو...

ایلن مسک: د ډرون عصر دی، احمقان لا هم په جټ الوتکو پسې دي

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) امریکایي میلیاردر ایلن مسک، چې د متحدو ایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د فدرالي حکومت د لګښتونو د کمولو د ادارې چارې ورسپارل شوي، د نوومبر په ۲۵مه (د قوس ۵مه) اعلان وکړ چې عصري جنګي جټ الوتکې نورې ګټورې نه دي او بې پېلوټه الوتکې یا ډرونونه د هوايي جګړو راتلونکې دي.

هغه په یوه پوسټ کې چې په خپله خواله رسنۍ “ایکس” کې یې خپور کړې، لیکلي: «د ډرونونو په دې عصر کې د پېلوټ لرونکو جنګي جټ الوتکو وخت پای ته رسېدلی، او دا یوازې د پیلوټانو د مړینې سبب ګرځي.»

ښاغلي مسک په ځانګړي ډول پر ایف-۳۵ جنګي جټ الوتکو انتقاد وکړ، چې د امریکایي شرکت لاکهیډ مارتین له خوا جوړې شوي او له ۲۰۱۵ کال راهیسې د متحدو ایالتونو په پوځ کې کارول کېږي.

هغه د سلګونو ډرونونو یوه ویډیو خپره کړه چې په همغږي ډول یې په آسمان کې حرکت کاوه، او ورته لیکلي یې دي: «په همدې وخت کې ځینې احمقان لا هم پېلوټ لرونکي جنګي جټ الوتکې لکه ایف-۳۵ جوړوي.»

ایف-۳۵ جټ، چې د نړۍ تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه ګڼل کېږي، د پټ پاتې کېدو وړتیا لري او د معلوماتو د راټولولو لپاره هم کارول کېدای شي. خو ویل کېږي چې ځینې تخنیکي ستونزې لري.

مسک وايي چې دا ډیره قیمتي او پېچلې الوتکه هیڅ کار په سم ډول نه کوي خو د سویس د زوریخ د فدرالي تکنالوژۍ د انستیتیوت څېړونکی مایورو ګیلي وايي، الیکترونیکي وسایل سبب شوي چې دا الوتکه ګرانه تمامه شي.

1 COMMENT

  1. د اقتصاد او پیسو ګټلو پدې دور کې هر کس بل ته ګوته نبسي چې کار یې نیمګړی دی. دلته هر څوک د خپل تولید صفت کوي او بل ورته بیکاره او ناکاره ښکاري. دده ټسله موټر چې د چارج کومې نیمګړتیاوې لري هغه پټوي څو وارې یې فضایي کیښتۍ ناکامه شوې او حتی هیڅ د مځکې جیګې هم نشوې خو تبصره پرې نکوي مګر بیا هم غواړي د نړۍ بازار وګټي او خپل ډرونونو ته مارکیټ پیدا کړي. بلخوا مونږ یو د ږیرې، تصویر او لنګوټې دور کې بند یو یو قدم د پرمختګ لپاره وړاندې نه ږدو او هر هغه څه چې پرمختګ ته لاره هواروي مخه یې نیسو. بس خوشحاله یو چې الله رانه راځي دی جنت ته ځو حورې او غلمان به وي او دا دنیا فاني ده بیشکه مسلمانان یو دغه هر څه مو حق دی خو پرمختګ او نړۍ سره ځان سیالولو کې باید مونږ تر هرچا مخکی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب