تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د استازو ريیس احمد معصومي فر، وايي چې د روان لمریز کال تر پایه به ۲.۵ میلیونه غیرقانوني افغان مهاجر له ایرانه وایستل شي.
تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې په یاده موده کې به دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال له ایران څخه وباسي.
د دولتي خبري اژانس “ایرنا” د راپور له مخې، ایران ته د غیرقانوني افغان مهاجرو د ورتګ خورا کم شوی دی. خو له دې سره سره معصومي فر ټینګار وکړ چې د غیرقانوني اتباعو شړلو لپاره له هېڅ هېواد سره د هوکړې اړتیا نشته او د ایران د حکومت د پرېکړو پر بنسټ، هغه افغان اتباع چې قانوني اسناد ونه لري، باید له ایرانه ووځي.
دغه ایراني چارواکي زیاته کړه: “که هغوی په خپله خوښه ووځي، غوره ده؛ که نه، نو اړوند چارواکي به اقدام وکړي.”
په راپور کې راغلي چې د افغانستان د فعلي حکومت چارواکي هم له دې حالت څخه خبر دي او دا طبیعي ده چې دوی هد هغو کسانو دفاع نه شي کولی چې په غیرقانوني ډول ایرانه داخل شوي دي.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د ایران د عدلیې وزارت له پلوي سره په کتنه کې غوښټنه وکړه چې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي او خواخوږي ورسره ولري.
په وروستیو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر زیات شوی دی؛ کابو هره ورځ ګڼ شمېر افغانان له ایرانه یا په خپله خوښّ یا په زوره افغانستان ته راګرځي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (UNHCR) د ارقامو له مخې، دا مهال ۴.۵ میلیونه افغان مهاجر، چې ځینې قانوني اسناد لري، ځینې اوږدمهاله ویزې لري او ځینې هیڅ قانوني اسناد نه لري، په ایران کې اوسي.
د غیرقانوني افغان مهاجرو د شړلو په اړه د ایران د حکومت پرېکړې د اغېزمنو کسانو د ژوند په اړه لویې اندېښنې راپورته کړې دي. ډېر خلک وېره لري چې افغانستان ته له ستنېدو سره به له سختو ستونزو سره مخامخ شي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې هېواد یې له بېثباتۍ او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.
په داسې حال کې چې ایران دغه اقدامات د ملي امنیت خوندیتوب او د مهاجرت د جریان مدیریت توجیه کوي، دا مسئله سیمهییزې همکارۍ او د نړیوالو سازمانونو رول په اړه هم پوښتنې راپورته کوي.
ایران دوه نیم میلیونه افغانان په داسي حال کې افغانستان ته ستنوي چې په تیرو څو میاشتو کې یې سلګونه زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي او له بلې خوا ژمی راروان دی.