دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبآسمان ته لار د ختو نشته/ مجیب احساس

آسمان ته لار د ختو نشته/ مجیب احساس

اسطورې که واقعیت نه دي، خو د انسانانو د ژوند ډیر داسې واقعیتونه ورپورې تړل شوي چې له ژونده یې جلا نه شو بللی.

پښتو فلکلوریک ادبیات له اسطورو څخه مال امال دي او هره یوه یې د ژوند بېل واقعیت بیانوي.

لنډۍ یاټپې چې د پښتو ژبې د فلکلوریک ادب ترټولو غني اوبې سارې پانګه ده په خپله رنګینه لمن کې یې اسطورې په د ومره هنریت او منطق رانغښتې چې په لوستلو یې انسان ته جلا احساس پیدا شي.

وایي چې لنډۍ تر ډیره د میرمنوله لوري ویل شوې دي او خپل هغه محرومیتونه اوهیلې یې پکې بیان کړې چې دوی ېې د پوره کېد تمه درلوده .

 په دغو هیلو اوغوښتنوکې ځینې شاید ممکنې وي، خو ځینې ېې بیا د وخت سره سره سم یوازې آرماني هیلې اوهوس بللی شو.

آسمان ته لارد ختو نشته

لیلې مجنون په عاشقۍ  ختلي دینه

دغه لنډۍ که له یوې خوا د لیلې مجنون د میني د سپیڅلتیا ښکارند وی کوي ،بل پلو آسمان ته د تګ یوه آرماني هیله ده چې تل دانسان د فکر سره مل وه.

انسان مقلد دي او سیالي کوي، غواړي د خپل ژوند د چاپیریال له هر راز څخه خبرشي او د هرڅه په هکله معلومات پیدا کړي، آسمان ته چې کله ګورو نو شنه فضا یې موږ ته د یوې جامدې او نه ماتېدونکې مانع په توګه ښکاري او غواړو چې لمس یې کړو د انسان همدغې هیلې هغه فکر ته اړ کړی او د دغې هیلې د پوره کېدوهڅې یې کړې دي.

 وایې چې دانسان دغه لومړۍ هیله د هغوی د ژوند په بیه تمامه شوې او خپل  ژوندیې له لاسه پکې ورکړی دی،  خو داسې ښکاري چې د یویشتمې پیړۍ انسان دغه هیله پوره کړې ده، ننی انسان نه یوازې آسمان ته تګ کوي، بلکې په ستوروکې کې د مېشتېد نې په فکر کې دی.

آسمان ته لاره د ختونشته…………

دغه پښتو لنډۍ اوس هم خوږه لګیري خو عیني واقعیت اوس داسې نه دی انسان اوس آسمان ته لاره موندلې او شاید زموږ تخیلي مجنون او لیلې هم اوس په آسمان کې  یوازې نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب