زما مینه موسمي نه ده، خو هغه باران ته خامخا ورته ده، چې د پسرلي په نازکو او تاندو ورځو کې له تورو ورېځو په شنو غونډيو، ځنګلونو او غرنيو څانګو ورېږي او د ښکلا تلپاتې سندره زمزمه کوي.
د غویې د مياشتې هغه وږمې ته خامخا ورته ده، چې دکلو د ویالو، کروندو او ويلنو خوږ بوی له ځان سره وړي او کوڅه په کوڅه ګرځي، د ټولو ذهنونه خوښ ساتي خو له یوه انسان پرته یې بل هېڅوک هم نه ګوري.
د هغه مرغۍ له احساس سره ډېره نږدې ده ،چې په همدغه مياشت کې بڼ په بڼ او څانګه په څانګه ګرځي او د خپلې ځالې لپاره مناسب ځای لټوي، یو داسې ځای چې شنو ځنګلونو، کروند او سيند غاړو ته نږدې وي، خو له هرڅه اوچت ، چې څوک يې بچيانو او جونګرې ته ازار ورنه کړي او د نورو له شره په امن وي.
زما مينه موسمي نه ده ، خو دژمي په سړو شپو کې هغه ماښام ته مخامخا ورته ته ده، چې د يوې مور ستړي بچیان له کاره راځي او د هغې په څنګ کې د خوښۍ او ارام احساس کوي، د ټولې ورځې ستړيا یې لرې کېږي او د خپلې مور په سترګو کې د مينې او تسل اوچت غرونه ګوري، د هغې کیسو ته غوږ نيسي او دماضي په پاڼو کې د خپلې مور د مبارزې او سختيو بابونه لولي.
زما مينه د هغې ښکلې له احساس نه ډېره لرې نه ده، چې د منې دموسم په سړو او سپېرو بادونو کې خپل پړوونی په خپلو سپينو منګلو ټينګ ساتي او د خپلو زلفو او مخ پټولو هڅه پرې کوې او هیله يې دا وي، چې څوک یې ونه ګوري او د خپلې ښکلا ټوله پانګه يوازې د یوه انسان لپاره دخپل سپېڅلې احساس په پردو کې راونغاړي او د ابد لپاره یې خوندي کړي.
زما مینې د همدې موسم په لنډو او ترخو ورځو کې له څانګو د پاڼو دريژون خاموش غږونه ښه اورېدلی شي او دهغو پاڼو فرياد اوري، چې د ونو له لوړو څانګو نه د سيند په منځ کې را لوېږي او په يوه نامعلوم لوری ابدي سفر کوي.
زما مينه موسمی نه ده، خو داوړي په ټکنده او ګرمه غرمه کې یې په کرونده کې د ويده او ستړي کروندګر سترګې هر وخت ښکل کړې، هغه چې ديخو اوبو ډک جام يې سر ته اېښې او د څو شېبو لپاره يې سترګې سره ورغلې، د خپلې کروندې حاصل په خوب ويني او روح يې د باد غوندې په هر بوټي او پوله د کوچني ماشوم غوندې په مستيو سر دی.
زما مينې دا حس کړې، چې د اوړي په ټکنده غرمه کې د خپلې ویدې مور له څنګه را تښتېدلی ماشوم، د کلي په وړوکې وياله کې له لمبا څومره خوند اخلي او همزولو ته د اوبو په شنیدلو کې څومره ښکلې وېره ورسره ملګرې وي.
زه خپلې مینې د هوا او وږمې غوندې په دې ټولو موسمونو کې شېندلی یم، زما مینه له دې هرڅه سره اشنا ده که زما مينې د کال ديوه موسم غوندې وی، نو همغسې به د کال په یوه برخه کې د ابد په هدیره کې خاورو ته سپارل شوې وه، ځکه هر موسم چې په هر نوي کال کې بېرته راځي، هغه پخوانی موسم نه وي، هغه پانې چې دپسرلي په نوی موسم کې غوړېږي، ټولې نوې دي، د تېر کال هېڅ يوه پاڼه پکې نشته، خو یوازې پخوانیو ته ورته وي.
دمني هره يخه او سړه سیلې له یوه نوي لوري او نوي رنګ سره راځي، د اوړي هره خوله هغه نه ده، چې تېر کال زموږ له تندي نه څڅېدلې وه، د ژمي په شپو کې د واورو له پاسه د ځلېدونکي لمر وړانګې هغه نه دي، چې تېر کال يې زموږ سترګې برېښولې، هغه کنګل چې اوس یې ګورې له نوو اوبو او د يخ له نوې څپې جوړ شوی.
دا هر څه د تېر په رنګ دي، خو کټ مټ هغه نه دي، زما مینه بیا هر کال نوې کېږی، خو کټ مټ همغه ده، په وينه او رګونو کې مې بهېږي، زما په رګونو کې خو وينه یوه شېبه هم نه درېدلې، نو مينه مې هم همداسې وګڼه، همغسې ګرمه او تازه ده، د دې لپاره ښه ثبوت بل چېرته دی که هغه نه وی، نو اوس به زه هم نه وم.! خو که ستا احساس د موسونو هوا وهلی او خپل کړی وي بيا به درته یوازې زه نه، بلکې ټوله نړۍ بدله او موسمي ښکاري، حتی په ځان او مینه به هم بې باوره شې اوموسمي به یې ګڼې.
۲۰۱۲ فبروري ۱۰ ، کابل
ډیرپه زړه پوری لیکنه