جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهسپۍ (لنډه کیسه) لیکوال: نعمان دوست

سپۍ (لنډه کیسه) لیکوال: نعمان دوست

 لکۍ يې د دواړو پښو منځ کې نيولې وه. چنګه ملا کې يې له لرې پښتۍ شمارل کېدې . د ديګيو خواته راغله، په شاتنيو پښو کېناسته، اخوا د يخوا يې کتلې . کله به يې ملا د پورته کېدو لپاره اوږده کړه، خو چې د خيرات ديګيو خواته ولاړ کسان به يې وليدل، بېرته به غلې شوه .

شيبه په شيبه يې شاته کتل، لکه چې څوک ورته نارې وهي ، خو دا غږ يوازې همدې اورېده. دا ځلې يې ښه شيبه شاته وکتل او بيا کږه وږه را پورته شوه، سر يې ځوړند نيولى و، په لګن کې ډيرى غوښو ته را نږدې شوه . د يو تن ورپام شو، بيلچه يې پرې پورته کړه او بيا هغه شا په تخته ولويده .بيا يې سر پورته کړ او ورسره سم يې په تندي بله بېلچه وخوړه . هلک ويل ، دا ډېره بد سترګې سپۍ ده، څو ځلې مې وشړله بيا راغله، اجل يې راغلى . هغه ته چا غږ کړ او چې څنګه روان شو، سپۍ هم پورته شوه . کږه وږه روانه وه . موږ ماشومان ورپسې شوو . سپۍ لوېده او پورته کېده ، وينو ورپسې ليکه جوړوله، مخکې لاړه . د وچو وښو له منځه ورو – ورو غږونه راتلل . موږ پښه ونيوله، سپۍ په څښېدو- څښېدو ځان ور ورسو . غږونه لوړ شول . ور ورسېدو له سپۍ تازه زېږيدلي کوکري را تاو وو ، د هغې له خولې وينې خوټېدې، خو وړو بچيو يې په وچو تيونو کې شيدې لټولې .

محمد نعمان دوست ، کابل

2 COMMENTS

  1. بس دانسانيت اورحم ويش دي شکر خدايه چې داسې مخلوقاتو کې نه يو نعمان صاحب ته ډير ليکه نور يې هم په ساده ټکو ليکو چې ليکنې دې خلکو تر ډيرې ورورسيږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب