شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرغزل ستوري ارواښاد صدیق پسرلي ته د خالد ریحان څو شعرونه

غزل ستوري ارواښاد صدیق پسرلي ته د خالد ریحان څو شعرونه

د اروښاد غزل ستوري روح ته لومړۍ ډالۍ

چې غزل ستوری د ادب له دنګ اسمانه پریووت

پرمخ په دښته کې د هیلو مې کاروان پریووت

کسئ چې څومره به یې ولویږي ښکلا ورسره

د رنجو خال له غونډې زنې د جانان پریووت

خدایزده چې وابه خلي کوشیر دغه ګیلاس د شیشې

د زړه له لپو مې په کاڼو کې ارمان پریووت

لمر د دردونو راختلی په زخمي وطن وو

د وړاننګو څیړکې یې ورټولې کړې خندان پریووت

ګورئ چې شین سهر به څرنګ دغم زیری راوړي

د غزل ناوې نه په خوب کې سورپیزوان پریووت

شي به نرګس او ګلابونه زاره چاودې پسې

څه پسرلی و چې له غیږې د بوستان پریووت

دا به نو څه وړ پسرلی ور نه خزان وړی وي

چې د خپل زړه له روغ کودي څخه ریحان پریووت

د ارواښاد غزل ستوري روح ته دویمه ډالۍ

د ژوند له لاسه ولویدو کچکول د غزلونو

دانې دانې دانې شولو پسول د غزلونو

په سر یې د اسمان میري ته شال دې تخیل کړ

راتاو به له سپوږمۍ وو لکه شپول د غزلونو

چاپیر درنه بې شمیره غزلبوله وزیران ول

باچا یوازې ته ولې په تول د غزلونو

ګلالې ښاپیرۍ دې وې په ځان مینې کړې

تر مورګو به دې ډک ساتو کنډول د غزلونو

کاروان دی، که نثار دی، له سالکه تر سعوده

په غیز کې دې لوی کړی دی کهول د غزلونو

ګلان د غزلبڼ به زره ترکي خامخا وي

دو یر په سفر تللی دی غاټول دغزلونو

ریحان به د خیال تلي په ازغو در پسې یوسې

که ته یې پسرلیه شوې سیمبول د غزلونو

اروښاد غزل ستوري ته دریمه ډالۍ

ده په زړونو کې درزا د ښاپیریو

جنازه پسې یې ورا د ښاپیریو

مرثیې د چا د غم راباندې لیکې

تخیل کې مې غوغا د ښاپیریو

څوک به ورکړي د غزلو تاویزونه

تالا شوې خانقاه د ښاپیریو

تکي زیړي د مصرو تلي اوښتي

الوتلې ترې اروا د ښاپيریو

تخنوي به اوس د چا نازک خیالونه

شولې هیلې نیمه خوا د ښاپيریو

ګرځووي یې د غزل په تخت له پاسه

پسرلی و لوی باچا د ښاپیریو

ریحان واړه د  الهام په غوږ اوري

په سلګیو کې ژړا د ښاپیریو

د  اروښاد غزل ستروي روح ته څلورمه ډالۍ

په چا باندې چې وران کلی اباد وو د نغمو

نن هغلته سلګۍ ولې فریاد وو د نغمو

غزل غزل یې کوډې وې په سلو زړونو کړې

زر ډوله منترونه یې په یاد وو د نغمو

چې فرش یې د پښتو مینې اخیستی وو وراګانو

د عرش له خوا په موږه باندې داد وو د نغمو

جنډه یې دغزل وه هیسکه کړې پسرلی وو

په خیال کې یې اباد ام البلاد وو د نغمو

دعوې ته بیې خولې د سندرو مارو جوړې نه شي

اخیستی یې دا بزم په بیباد وو د نغمو

د زړه په ښوونځي کې یې شاګردې وې سندرې

ریحانه زیاتې څه وو خو استاد وو د نغمو

ارواښاد غزل ستوري ته پنځمه ډالۍ

 

نه یو فصل وو نه باب وو د سندرو

پوره زرجلده کتاب وو د سندرو

رواني یې په مصرو کې د څپو وه

ډک له شوره نه دریاب وو د سندرو

د سرونو ښاپيرۍ یې نڅولې

د فطرت غیږ کې رباب وو د سندرو

سندریزه ځواني تیره په ازغو کړه

پرخو پیغلو ته ګلاب وو د سندرو

د زړه خوله یې په دیدن پسې وتلې

په ګوګل کې یې خوناب وو د سندرو

شرنګول یې د ریحان دخیال تارونه

شرنګیدلې شان مصراب وو د سندرو

د غزل ستورې اروا ته د کاروان صیب څو بیتونه چې ما بیا بشپړ غزل کړ،د کاروان صاحب په اجازه یې تاسو ته ډالۍ کوم

د اوبو تر څنګه ناسته د اوبو غوندې انسانه

زړونه للمه للمه ځمکه، رانه لاړې تر اسمانه

بیلتانه مو لپې ډکې له سپرغیو له سکروټو

ګل مې لپو کې زرغون کړه، یو ځل بیا راشه بارانه

د زړه مات کودی مې ګورې چې د بام پر څنډه پروت دی

د بلبل په څير ناڅاپه رانه والوتې ریحانه

له موسکا له تبسم نه مالا ماله پسرلیه

د خوږې مینې سړیه شوو بې ګله بې باغوانه

د ژوندون په پیچ وخم کې د دردونو په موسم کې

د هجران په جهنم کې یو بې یاره بې لقمانه

کاروان:

اوس به چوف کړي په رنځورو څوک غزل غزل دمونه

مریدان دې په سلګو دي خانقا درپسې ورانه

د زخمي زړه تلې ژدمه د تڼاکو په ځپلو کې

پسرلی راڅخه ودک دی په تا ګرځم ازغستانه

د غزل شهنشاه څاري وریښمین تخت یې په سر ایښی

ښاپيرۍ د  الهامونو لیونۍ ده سرګردانه

چې بهیر وي د غلمانو ته یې میریې په جنت کې

دعا تاته کړمه ګرانه بوسه اخلم له قرانه

زاره چاودې درپسې دي له نثاره تر سعوده

له درمله، تر نظیره، له ریحانه تر کاروانه

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب