جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدوداړیکې او اړیکي/ غزانور غزا

اړیکې او اړیکي/ غزانور غزا

په پښتو رسنیو کې د اړیکې او اړیکي پوره توپیر نه کیږي، وجه دا ده چې ځینې کسان پرې نه پوهیږي او چا ته دا توپیر مهم نه ښکاري، ځکه یوه کلیمه د بلې په ځای راوړي او تېروتنه کوي؛ لکه:

اوباما: نه پریږدم چې د هېواد جاسوسي پرواګرم له متحدانو سره زموږ اړیکې زیانمنې کړي

Top of Form

په پورته مثال کې ښایي، اړیکي راشي؛ ځکه اړیکې د تماس نیولو لپاره راځي او  دا معنا ور کوي، چې بارک اوباما نه غواړي د سنودن پر سر د روسيې او امریکا ترمنځ تماس( که د مبایل، ټلېفون، نړیجال او نورو له لارې وي) زیانمن کړي؛ خو دا خبره په خپل ځای پاتې شوه چې ولسمشر اوباما به د سنودن په سر له متحدانو سره اړیکي خراب کړي که یه، چې له امله یې ممکن ان نړیوالې مسلې هم اغېزمني او له ستونزو سره مخ شی.

بله بېلګه

ښاغلي رسول وویل، له پاکستانه د افغانستان غوښتنه دا ده، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړي او دوه اړخیزې اړیکې پراخې شي.

په دویمه بېلګه کې هم ورته خبره ده؛ ځکه دلته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تماس وسیلې پراخې دي، زلمی رسول هم دغه خبره نه کوي، بلکې هدف یې اړیکي پراخول دي چې افغان- پاک خپلمنځي همکاري، اقتصادي پراختیا او د ترهګرۍ ضد جکړه یا له وسلوالو سره په خبرو کې ډېره همغږي زیاتوي.

په لاندې جمله کې اړیکې په ځای ده:

حامدکرزي د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د امام علي رحمان د بیا ټاکل کېدو له امله هغه ته مبارکي وویله

وروستۍ جمله به هغه کس لیکلې وي چې د اړیکې او اړیکي توپیر کوي؛ یا هم د نورو په څېر یواځې اړیکې کلیمه کاروي، خو هغه لیکوال او رسنوال چې د اړیکې او اړیکې توپیر کوي، د ارتباطات لپاره اړیکې او د روابط لپاره اړیکي راوړي.

د دې دوو کلیمو په بېلولو کې نوره نړۍ هم ورته ستونزه لري، خو د دوی توپیرول ځکه مهم بولي، چې اول اړیکې یا اړیکه ټینګیږي، کله چې دوه اړخیز درک وشي، دا اړیکې له یو بل سره په همکارۍ بدلې شي، نو اړیکې په اړیکي واوړي، چې مطلب ترې ښه اړیکي وي.

کله کله د دوو لورو ښه اړیکي په بد اړیکي بدل یا هم له منځه لاړ شي؛ لکه د امریکا او ایران اړیکي، چې د ایران په پاچايي نظام کې ښه وو، خو د اخوندانو په راتلو سره اوس هیڅ اړیکي نه لري، اما اړیکې لري؛ ځکه د دې دواړو هیوادونو ترمنځ خلک اړیکتیايي وسایل کاروي، هغه که ټلېفون، پوست یا نورې وسیلې دي.

په دې وروستیو کې د ولسمشر اوباما او ښاغلي روحاني خبرې هم اړیکې دي، او اړیکي یې بللی نه شو، خو همدا اړیکې د دوی ترمنځ اړیکو(روابطو) ته لار برابرولی شي.

په بله ژبه د اړیکو یا روابطو د جوړولو لپاره اړیکې ټینګیږي، له هغه وروسته که دوه اړخیز درک وشي، دوه لوري( د دوو هیوادونو حکومتونه، دوه سیاسي ډلې، یوه اداره او د هغې مشتریان او یا دوه کسان) په خپلو کې پوی شول، دا اړیکې یې له یو بل سره د راشه درشه، همکارۍ او نږدېوالي سبب شوې، نو اړیکې په اړیکي بدلیږي همدا وجه ده چې ویل کیږي؛ اړیکي به اړیکې ولري، خو ټولې اړیکې، اړیکي نه شي کېدلی.

مثلاً که د یوې ادارې د عامه اړیکو کارمن له خلکو، مشتریانو یا مقابل لوري سره د مبایل، ټلېفون، لیک یا رسنیو له لارې تماس نیسي دا اړیکه یا اړیکې شوې، خو که له همدې اړیکې د کارمن له ادارې سره دوه اړخیز درک، دوستي، ملګرتیا او نور جوړیږي، نو دې ته اړیکي وايي.

اړیکې( ارتباطات) د اړیکه جمع او اړیکي د اړیکی جمع بلل کیږي، چې د ځینو نورو کلیمو په څېر مفرده نه ویل کیږي. همدارنګه اړیکې او اړیکي په اوښتي پېر کې یو شان(اړیکو) لیکل کیږي، خو له جملې پوهېدلی شو چې مطلب اړیکې او که اړیکي دي.

په دري کې اړیکې(Communication) ته ارتباطات او اړیکي(Relation) ته روابط وايي، خو دغه دوه عربي کلیمې یوه رېښه لري چې ډول ډول کارول کیږي، لکه ربط، ارتباط، رابطه، روابط او ارتباطات.
یوه ورځ مې له استاد اصف صمیم سره، چې په عربي ادبیاتو کې عالي زدکړې لري، د اړیکې او اړیکي د بېلولو لپاره د ارتباطات او روابط لفظونه یاد کړل، خو هغه وویل چې دغه ويي یوه عربي رېښه لري؛ نو په پښتو کې یې هم بېلول مهم نه دي او اړیکې او اړیکي یوه خبره ده.

ما هغه وخت له استاد سره هو وکړه، خو چې تېر کال مې یو کتاب(عامه اړیکي) ژباړه، د اړیکې او اړیکي توپیرولو ته اړ شوم؛ ځکه په دغه کتاب کې یوه عالم جان مارسټن عامه اړیکي- پر څلورو برخو وېشلي دي او اړیکې یې د اړیکي په څلورو کې دریمه برخه بللې ده-  نو که سره بېل نه شي، لوستونکی به د دواړو ترمنځ په توپیر نه پوهیږي.

په لوېدیزو پوهنتونو کې د اړیکې او اړیکي توپیر دا هم دی چې اړیکې پوهه بلل کیږي، خو اړیکي د پوهې په ځای هنر بلل کیږي؛ مطلب دا چې اړیکې زدکیږي، داسې چې څنګه او په کومه لار له یو چا سره سلام کلام یا خبرې کېدلی شي، خو دا چې دا اړیکې یې په اړیکي بدل شي، د اړیکوال په وړتیا پورې تړلې ده، ځکه ورته هنر وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب