جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د ستاینوم ښکلا | اسدالله غضنفر

د ستاینوم ښکلا | اسدالله غضنفر

په ګرامر کې کلمې په اتو، نهو ډولونو ویشل شوي دي چې یو ډول یې صفت (ستاینوم) دی. دغه وېش د کلمو د نقش او دندې له مخې شوی دی، مثلا ستاینوم د نوم څرنګه والی ښیی. ګرامر دا راته وایي چې کومه کلمه صفت وبولو؟ صفتونه د معنا په لحاظ په څو څانګو ووېشو؟ په جمله کې یې طبیعي ځای کوم دی؟…

 په دې لیکنه کې د صفت پر هغو وړتیاوو خبرې کوو چې د ادبي متن له ښکلا سره تعلق نیسي. د دې بحث اصلي ځای ژبپوهنه نه بلکې ادبپوهنه ده خو له ګرامر سره تړلې ادبپوهنه. څرنګه چې د هرې ژبې ګرامر بېل وي، په هره ژبه کې د صفت هغه وړتیاوې هم یو څه بېلې وي چې د ښکلا په پیدا کولو کې یې لري.یوه خبره باید دلته په سر کې لا وکړو چې د ستاینوم بحث له نومه نه بېلېږي. یو خو ستاینوم وي د نوم لپاره او بله دا چې نومونه او ستاینومونه ډېر ځله د یو بل نقش په غاړه اخلي.

په پښتو کې د موقعیت له مخې د صفت وېش دا دی چې ځينې یې تر نوم له مخه راځي (سپینه پیشو، پوخ سړک…) او ځینې یې له نوم څخه وروسته د فعل په خوا کې راځي. (دا پیشو توره ده. هغه سړک پوخ دی.)

د (غوره نثرونه) په دې جمله کې دغه دواړه ډوله صفتونه وینو:(په زورورو باندې قهر و غضب ډېر زورور وي.)

 په اول ډول کې یې صفت له موصوف سره معمولا جوخت وي خو په دویم ډول کې ممکن د موصوف او صفت ترمنځ نورې کلمې راشي، مثلا: (هغه سړک چې ښي لاس ته تاوېږي، پوخ دی.)

په پښتو جمله کې د ځای او موقعیت له نظره یو بل ډول صفت هم شته چې له موصوفه وروسته مګر خامخا جوخت راځي او لا مهم توپیر یې دا دی چې خطابي بڼه لري. په یوه پخوانۍ سندره کې اورو: (عبدالرحمانه زوروره، د شاغاسي کلا دې ولې ورانوله،عبدالرحمانه… دلته د (زورور) صفت له خپل موصوف یعنې عبدالرحمن څخه نه شو جدا کولی. د شخص له نظره هم دویم ګړی  یعنې د خطاب په بڼه دی. داسې نه وایو چې عبدالرحمن زورور د شاغاسي کلا ولې ورانه کړه؟ په دغه ډول ستاینوم باندې چې زموږ د ګرامر په کتابونو کې نه دی معرفي شوی، ما څو کاله پخوا په یوه لیکنه کې د (بلاغي صفت) نوم ایښی و. منظورمې دا و چې د دې صفت عاطفي نقش پیاوړی دی او په همدې وجه د کلام له هنري اړخ او ښکلا سره  زیات تعلق نیسي. په پاسني مثال کې په عبدالرحمن نیوکه کېږي، خو په داسې بڼه لکه څوک چې له چا په نرمه ژبه ګیله کوي. د احمد نیکه ممکن هغه ته ووایي: احمده ګله، هغه دوا مې راوړه!

 په شلمه پیړۍ کې فورمالیستو ادیبانو د هنري ژبې ډېره مهمه ځانګړنه دا وبلله چې اشنا ژبه پکې نااشنا کېږي. په دغه چاره کې د ستاینومونو برخه لویه ده.

اشرف مفتون وایي:

د سپورو منطقونو او د خوارې فلسفې نه

د مینې او د حسن داستان ښکلی دی که نه؟

موږ په اشنا ژبه کې منطق ته مثلا سم، غلط ، پیاوړی، کمزوری او داسې نور صفتونه راوړو خو (سپور) ستاینوم ورته نه راوړو. دغه راز فلسفه هم خواره نه بولو. د اشرف مفتون د دې بیت او ګڼو نورو بیتونو د ښکلا یوه لویه وجه د ستاینومونو له نااشنا کولو سره تعلق لري.

ومان نیازی وایي:

«په کوټه کې مې

یوازې شعر

او شوبینې تسپې رڼا لري

شمعه، شپه، زه، هوا

او څو دېوالونه زنګ وهلي یو.»

 دلته هم د اسمونو لپاره د نااشنا صفت راوړلو( زنګ وهلي)د شعر ښکلا یو په دوه کړې ده، دغه راز د آمنه فنا په لاندې بیت کې  د رڼا لپاره نااشنا ستاینوم عجب کیف پیدا کړی دی:

د محبت څراغه مرګ مې دې ړومبی وي درنه

په شیشه ګۍ کې دې رنځوره رڼا ونڅوه

ستاینومونه ممکن د بیت په انسجام کې لویه برخه واخلي. د دویمې مصرعې د رڼا ستاینوم (رنځوره) د لومړۍ مصرعې له اصلي کلمې یعنې مرګ سره معنوي ارتباط او پیوستون لري.

کله کله د یوه اسم لپاره یو ستاینوم موږ پخوا نه وي اورېدلی خو د شاعر په کلام کې دومره طبیعي راغلی وي چې ان له اول ځل اورېدو وروسته یې حاضر یو چې په عادي ژبه کې راوړو. شفیقه خپلواک وایي:

« زه راټوله چینه نه یم

چې پستې لپې ترې ډکې ډکې راوړې

زه راڼه ځلانده څاڅکي

کله هلته، کله دلته

پاشل شوې

وېشل شوې

تا به څرنګ ټولولم؟»

د چینې لپاره (راټوله) صفت د غرنۍ چینې غوندې تازه او طبیعي ښکاري. له بلي خوا، په دغه صفت باندې ټول بند او تصویر ولاړ دی، یعنې که یې وباسو، تصویر شړیږي. صفت کله کله د ټول تصویر مرکزي ټکی وي.

په پښتو کې د کلمو د سماعي مذکر او سماعي مونث ویش ډېر محسوس دی. دغه ځانګړنه د نااشنا صفتونو د جوړولو یوه بله ذریعه ده. سعود د (مجنونې) صفت جوړ کړی دی:

سمندر دې راله دښته کړو مجنونې

سرابونه یوو، اوبو پسې به ګرزو

 کاروان د نرګس په ځای (نرګسې) راوړي، وایي:

په بایللو کې یې سل نرګسه کیف و

چې دعوه راباندې کړې وه نرګسې

ستاینوم چې په جمله کې بې نومه راشي او ښکلا پیدا کړي، هنري صفت بلل کېږي. مجنونې (مجنونې نجلۍ) او نرګسې (د ښکلو سترګو خاوندې نجلې) هنري صفتونه بللای شو. خوشحال فرمایي:

د بلندې په قامت باندې میین یم

هر چې لویې چارې کاندي هغه لوی شي

دلته هم صفت (بلندې) د اسم چاره ترسره کړې او د نورو کلمو له معنا سره د خپلې وصفي معنا د تناسب په خاطر یې د بیت ښکلا زیاته کړې ده.

د ولس په ژبه کې کله کله د ایجاز او لنډون په خاطر د هغو اسمونو په ځای یوازې صفت راوړل کېږي چې په ورځني ژوند کې استفاده ورنه زیاته ده. مثلا د دې په ځای چې، ده یوه بله خبره وکړه، ممکن ووایو، ده یوه بله وکړه. دغه مثال په لیکنۍ ژبه کې هم شته خو ځينې نور مثالونه یې په لیکنۍ ژبه کې عام نه دي او د شعر ژبه ورسره تازه کېږي. بشیر باران وایي:

 نابلده وکړه، زخم دې غاټول کړه

شاه ملکې پلوونه دې در ټول کړه

(نابلده یې وکړه) د (د نااشنا او نامتعارف عمل یې وکړ) په ځای د ولس په ژبه کې شته او بشیر باران چې یې مکتوبې ژبې ته راوړي، ابتکار کوي.

 اسمونه په عادي ژبه کې ډېر ځله د صفتونو په ځای راځي. په لومړۍ جمله کې (معلم) د اسم او په دویمه کې د صفت نقش تر سره کوي: ۱- معلم راغی. ۲- احمد معلم دی. ستاینوم چې اسم ستایي، نو اسم ورته پکار دی، لکه په دویمه جمله کې احمد، خو اسم یوازې هم راتلای شي، لکه په لومړۍ جمله کې. کله چې جمله د ( مسند الیه+ مسند+ کومکي فعل) جوړښت ولري، نو هغه اسم چې د مسند په ځای راځي، معمولا د صفت نقش په غاړه اخلي.

.په ځینو اسنادي جملو (مسند الیه+ مسند+ کومکي فعل) کې د کومکي فعل د حذف کولو په وجه ایجاز پیدا او ښکلا  زیاته شی. د عبدالرحیم مجذوب یو مشهور نظم چې پروین نومې نرسې ته یې لیکلی دی، داسې پیلېږي:

هغه ښکلې ښاپېرۍ پېغله پروینه

تور لېمه، کاږه باڼه، زلفې مشکینه

 دغه مطلب چې (لېمه یې تور دي، باڼه یې کاږه دي او زلفې یې مشکینې دي) په دویمه مصرعه کې په ایجاز سره بیان شوی دی.

د اسنادي جملو بې فعله کول په شعر او هنري نثر کې د ایجاز یوه مهمه ذریعه ده.په یوه نیمه اسنادي جمله کې د مسند الیه د حذف امکان هم شته چې د ایجاز سبب کېږي. (هغه وخت پسرلی و) ممکن (پسرلی و) ولیکو او مسندالیه وباسو.

مخکې مو وویل چې په اسنادي جمله کې مسند که په ظاهره اسم هم وي، معمولا د صفت  نقش تر سره  کوي، لکه د درویش درانی  په لاندې بیت کې چې (ښیښه) او (غبار) د (ښیښه شوي) او ( غبار شوي) په مفعولي صفتونو بدل شوي دي:

ما او تا به هم اخر غاړه غړۍ شو

دا په دا چې ته ښیښه  یې زه غبار یم

دلته مسند د تشبیه په راوړلو کې پکار شوی دی، یعنې ته د ښیښې په شان یې او زه د غبار غوندې یم او یا ته داسې یې لکه ښیښه شوې او زه داسې یم لکه غبار شوی څوک.

د صفت او موصوف هم قافیه کېدل یوه بله ښکلا ده. خوشحال فرمایي:

بدرګه که محبت راسره نه وای

یک  تنها به په خونخواره لارو تلل څوک

د ستاینوم او موسیقي بحث نور اړخونه هم لري. رحمت الله درد وایي:

بې غرض ملګري نشته

د غرض ملګري سل دي

او کاروان وایي:

بې حکمته به  تر څو یې حکمتي شه

مرې له تندې نه پیاله د لقمان وڅښه

د روستاړې (یا) په مرسته ډېر ځله نسبي صفتونه، چې د بیاني صفت له کورنۍ سره تعلق لري، جوړېږي، لکه کابلی، روسی، عیسوی… نسبي صفت معمولا د اسم د ځای، قام یا دین… ځانګړنه ښیي. د کاروان صاحب په بیت کې د روستاړې (یا) په مرسته (حکمتي) صفت جوړ شوی دی چې په عادي ژبه کې یې نه راوړو او دلته ژبه ورسره نوې شوې ده. په پخوانیو کې خوشحال خټک د روستاړې (یا) په ذریعه یو نیم ځل د نوروزي ګل غوندې تازه ستاینوم راوړی دی. خان بابا فرمایي:

چې یې سیوری په ما و لکه پادشاه وم

همايي وه ستا د  تورو زلفو سیوری

دلته (همایي) ستاینوم د تشبیهي تصویر په جوړولو کې هم پکار راغلی دی ، یعنې د زلفو سیوري یې د هما مارغه د سیوري غوندې پاچاهي راکړې وه.

تضاد، ایهام، پاراډاکس او حس آمیزي د معنوي بدیع ځینې هغه مهم صنعتونه دي چې د ستاینوم د بلاغت په بحث کې ورته اشاره کولای شو. کاروان وایي:

یو ستا د زلفو کیسه لنډه مه شه

بل د زاهد مه شه اوږدې خبرې

چې دلته د تضاد د ښکلا اصلي وجه همدا د ستاینومونو تر منځ تضاد دی.

ګل پاچا الفت یو ځای د غټانو د کار په اړه لیکي چې: (د دوی کار دومره باریک دی چې هر چا ته نه معلومېږي.) دلته د (باریک) په ستاینوم کې ایهام دی. په ظاهره دا معنا لري چې د غټانو کار ډېر حساس او ظریف او دقیق دی خو بله معنا پکې دا ده چې کار یې په نشت حساب دی.

ځينو اوسنو شاعرانو له صفتونو څخه د حس آمیزي لپاره زیاته استفاده کړې ده. نور محمد لاهو وایي:

څنګه شړکنده باران دی

څه یو لوند موزیک غږیږي

چې (لوند) صفت د لامسه حس لپاره وي، نه د سامعه. د حسونو د ځای بدلولو ته حس آمیزي وایي. (حس آمیزي) مهم صنعت دی خو نه یې دغه فارسي نوم او نه یې انګلیسي معادل (Synesthesia) په پښتو کې ښه راځي. یو بل نوم ورته پکار دی. ایا حس بدلېدا یې وبولو؟

صفتونه د پاراډاکس په ښکلا کې هم زیات پکارېدای  شی. پاراډاکس په ظاهره تضاد ته ورته صنعت دی خو په تضاد کې دواړه متضادې کلمې خپله مستقله معنا ساتي او په پاراډاکس کې د دوو متضادو کلمو معنا په واحدې معنا بدلېږي. دغه واحده معنا د مبالغې نقش تر سره کوي، داسې مبالغه چې ترکیب یې نا اشنا او د ژبې د معمول خلاف وي. مثال: په هدیره  کې چوپتیا چیغې وهلې. چیغې او چوپتیا که سره جدا کړو، دوې متضادې معناوې دي خو چې سره یو ځای شي د بېخې زیاتې چوپتیا واحده معنا ښندي. په افغانستان کې اسحاق ننګیال یو هغه څوک و چې د پاراډاکس ښکلا ته یې تر نورو ړومبی پام شول. دی وایي:

دلته سیندونه، ګودرونه

او ویالې تږي دي

دلته ډوډۍ وږې ده.

د ویالې تنده یا د ډوډۍ لوږه پاراډاکس دی چې د بیخي زیاتې تندې او بېخي زیاتې لوږې معنا رسوي.

د پاراډاکس مثالونه په پخواني ادب او خصوصا عرفاني شعر کې زیات پیدا کېږي خو پخوانو د تضاد د صنعت په سترګه ورته کتل. په اوسني وخت کې د ننګیال صاحب او ځينو نورو امتیاز دا و چې د دې ښکلا  مستقل وجود ته یې پام شول او په غیرعرفاني مضامینو کې یې هم پراخه استفاده ورنه وکړه.

صفتونه د طنز لپاره زیات کارېدلي دي. الفت صاحب په یوه لیکنه کې چې (احمق څوک دی؟) نومېږي، د ملا نصرالدین د ذکر په وخت لیکي: (د دغه مرحوم د حماقت دلیل د خلکو په نزد دا دی چې ده به په یوه روپۍ څلور دانې هګۍ واخیستلې، هغه به یې وخوټولې، په رنګ به یې سرې او شنې کړې، بیا به یې د روپۍ پنځه دانې خرڅولې،یعنې د ګټې په ځای به یې تاوان کاوه او خپل مال به یې ارزانه خرڅاوه.)

موږ د ( مرحوم) صفت  هغه چا ته نه راوړو چې ډېره زمانه پخوا وفات شوی وي. له بلې خوا (مرحوم) په خپله اصلي معنا سربېره ممکن هغه چا ته هم راشي چې عقل ونلري او دومره ساده وي چې د الله تعالی په دربار کې د حساب و کتاب وړ نه ګڼل کېږي. د عالمانو په قول، معتوه(پوره کم عقل) د شارع له خوا له مجازاتو معاف دی. الفت صاحب په پاسني متن کې (مرحوم) په دواړو طنزي او ایهامي معناګانو کې راوړی دی.(یادونه: د الفت صاحب ایهامونه د پخوانو برخلاف معمولا طنزي اړخ لري.)

 د تشبیهي او استعاري ترکیبونو په جوړولو کې د ستاینوم برخه لویه ده. حمزه شینواری د غاټولو لپاره داسې ښکلی ترکیب سازوي: پیاله په سر ګلونه بیا راغلل. او سرې وریېځې چې له سرو شرابو سره تشبیه کوي د (شرابي وریېځو) ترکیب ورنه جوړوي. په دې وروستي ترکیب کې د شرابیانو غوندې د وریېځو زانګه وانګه تګ د تشبیه بله وجه ده.

صفتونه د معنا په لحاظ په مختلفو ډولونو ویشل کېږي چې تر ګردو مهم یې بیاني صفت دی. تر اوسه چې مو کوم مثالونه راوړل، ټول بیاني صفتونه وو.

اشاري صفتونه د ښکلا یوه بله لویه سرچینه ده. اشاري کلمه (لکه: هغه، دغه، دا…) د متکلم له نظره د یوه شي نژدېوالی او لرې والی راښیي.دغه کلمې په ادبي متن کې یوازې اصلي معنا نه رسوي بلکې ودې شي چې ضمني معناوې ولري او د ادبي متن د ښکلا په زیاتولو کې برخه واخلي. د رحمان بابا په لاندني بیت کې (هغه) لرې والي ته اشاره نه ده، بلکې له دنیا د ویناوال د شکایت احساس رسوي:

واړه په غوغا دي چې راغلي په دنیا دي

نه یې هغه وږي په قرار دي، نه ماړه

د صفت ځینې نور ډولونه مثلا هغه ستاینومونه چې د حیرانۍ د بیان لپاره یې راوړو، لکه (څنګه) او (څه) د لاهو صاحب په دغو جملو کې(: څنګه شړنکده باران دی! څه یو لوند موزیک غږېږي!)، مبهم صفتونه( لکه هر، هیڅ، یو څه) او عددي صفتونه په ځینو ځایونو کې د کلام ښکلا زیاتوي. غني خان وایي: ستا څلوېښت زره کتابه، د دې دوه د ناز خبرې…. په عددونو کې د (څلوېښت زره) انتخاب مبالغه اوج ته رسولې ده. څلور، اووه، شل، څلوېښت، څلوېښت زره، شپېته، اویا یا اویا زره زموږ په کلچر کې بشپړعددونه تصور کېږي او له ملایي او روحاني نظره هم خپل اهمیت لري. دغه راز (دوه) چې له خپل موصوفه بېل راغلی، توجه جلبوي او د ډېر کمکي عدد احساس راکوي.

د الفت صاحب په دې جمله کې د (هیڅ) مبهم صفت له مثبت فعل سره په خپله معنا او له منفي فعل سره د (حتی هیڅ نه) په معنا راغلی دی چې د ژبې د ظریف استعمال ښکلا پکې ده: (زموږ پوهه د خدای په حضور کې هیڅ نه ده یا هیڅ ده.)

ستاینومونه کله کله په جمله کې د طبیعي ځای د بدلانه په وجه هم د کلام د ښکلا سبب ګرځي، لکه د غني په جمله کې د (دوه) عددي صفت چې د عادي جملې خلاف، له خپل موصوفه بېل شوی و. د یوې مشهورې سندرې په دې جملو کې (لاړ شه باجوړ ته کمیس تور ما له راوړه، تازه تازه ګلونه درې څلور ما له راوړه) د صفتونو د ځای بدلېدا شعري کیفیت زیات کړی دی.

صفتونو ته له مختلفو زاویو کتل د بلاغت مختلفې نکتې راښودلی شي. ځینې صفتونه د متکلم قضاوت بیانوي، مثلا: هغه ښکلی دی، هغه نېک دی، هغه هوښیار دی. ځينې نور صفتونه د قضاوت نه بلکې د تصویر لپاره پکارېږي. خوشحال فرمایي:

سرې لمبې یې بلې د خوشحال خټک په زړه کړې

سرې ختې اغوستې په دا لاره تېرېدله

دلته د جامو لپاره تصویري صفت راغلی دی. دغه صفت (سور) بهرني واقعیت ته اشاره کوي خو که مثلا (ښکلې ختې) وای، بیا به صفت د ویناوال داخلي حالت او قضاوت ته اشاره کوله. په کیسه لیکنه کې ټینګار کېږي چې تر قضاوتي صفتونو هغه بهتره دي چې بهرنی واقعیت د راوي له مداخلې پرته سترګو او نورو حواسو ته دروي. سرې جامې سترګو ته مخاطبې دي خو ښکلې جامې ذهن ته. په شعر کې هم تر قضاوتي ستاینومونو هغه نور ډېر ځله اثرناک او بهتره دي.

په یو بل وېش کې صفتونه خوځنده او ناخوځنده بولو.موږ ویلای شو چې (ما نن دا ژړانده ولیده) خو داسې نه شو ویلای چې(ما نن دا دنګه ولیده)،ځکه چې (دنګ والی) یو ثابت اوناخوځند حالت دی خو(ژړاند والی) ممکن یوه شېبه وي او بیا نه وي. د پښتوهغه ستاینومونه چې د ژړاند په بڼه جوړېږي، لکه بهاند،ویاند،رغاند یا رغنده خوځند حالت لري.که ادبي متن د امېد، د خوخښت او د مبارزې خبرې کوي، خوځنده ستاینومونه یې زیات پکارېږي.

د ستاینوم په څېر فعل، قید او د کلمې نور ډولونه هم د خاصو ښکلاوو په پیدا کولو کې برخه لري چې سپړل  یې د پښتو د خپل بلاغت په تدوین کې راسره مرسته کولای شي. زموږ په پخوانۍ ادبپوهنه کې د څو پرله پسې صفتونو راوړل، تنسیق الصفات بلل کېږي چې له ستاینوم سره اړوند ادبي صنعت دی. دغه صنعت د تاکید، د تصویر، د کلام د موسیقي، د مبالغې او له ځینو نورو جهتونو د ښکلا سبب ګرځي. نور محمد لاهو وایي:

راته ښکاري د ګلانو پر مخونو وچه شوې، شیرچایي، لمده ښکلا واړه دروغ ده…. دلته د ښکلا اسم ته درې پرله پسې ستاینومونه راغلي دي خو کمال پکې دا دی چې درې واړه نااشنا صفتونه. موږ په خبرو کې د (ګلابي) په ځای (شیرچایي) هم وایو مګر په مکتوبه ژبه کې یې نه راوړو، حال دا چې (شیرچایي) کلمه د ورځني ژوند او کلتور لا ډېر څه رایادولی شي. د ښکلا  له لندوالي منظور د ګل د پاڼو رطوبت دی، البته دا رطوبت د تازه وینځل شویو جامو هومره نه دی چې اوبه ترې څاڅي بلکې وچ شوی یې بللی شو.

سلیمان لایق وایي:

په سړي کې دا تلپاتې لټه څه ده؟

دا لېواله، دا تبجنه، دا مبهمه

دغه صفتونه د (لټې) لپاره تازه دي او د مساوي څپو د لرلو په وجه پیاوړې موسیقي لري. د کلام دغسې موسیقي ته رحمان بابا هم نسبتا زیات پام کړی دی. بابا فرمایي:

زه رحمان حلقه بګوش د هرعالم یم

که عالي دی، که اوسط دی، که ادنی

 ستاینوم د موسیقي، د تصویر، د عاطفې، د صنعتونواو د کلام د معنا له نظره په شعر او ادبي سبک کې خپل بېل اهمیت لري.

د ۱۴۰۲ نوروز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب