Homeخبرونهعبدالحمید خراساني د پکتيا د احمد ابا د ولسوال په توګه خپله...

عبدالحمید خراساني د پکتيا د احمد ابا د ولسوال په توګه خپله دنده پیل کړه

تاند: ( شنبه، د کب ۶ ) ‏د‌ طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني نیږدې ملګري او د ملي بيرغ او هویت مشهور سپونکي عبدالحمید خراساني نن د پکتيا د احمد ابا ولسوالۍ د ولسوال په توګه خپله دنده پیل کړه.

نوموړی څه موده مخکې د سراج الدين حقاني په امر د دغې دندې لپاره ګومارل شوی و.

خراساني د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د دوی ملګری او په پنجشېر کې ېې د امنيې قومندانۍ د امنیت آمر وټاکل شو.

حمید خراساني د جمهوري نظام پر مهال په کابل کې په پراخو باج اخيستو، وژنو او جرمونو تورن و.

هغه یو ځل په يوه ويډيو کليپ کې د افغانستان ملي بيرغ او تاریخ ته سپکاوی هم کړی او د پښتنو اړوند ېې بللی و.

خراساني د جمهوري نظام په وروستيو وختونو کې پنجشېر ته د يو شمېر ورتلونکو کوچیانو ویډیو ګانې خپرې کړې وې،چې دوی یې د پښتنو او طالبانو په نامه پکې ډبول.

د طالبانو له لوري د نوموړي نازولو ته خلکو توند غبرګونونه ښودلي او ويلي، چې دا ډله له يوه لوري د فساد او خپلسرۍ د ختمولو ادعاوې کوي خو له بل لوري داسې څېرې پر دندو ګوماري، چې د جنایي جرمونو تر څنګ ملي ارزښتونو ته د سپکاوي عملي بېلګې لري.

طالبانو په دې اړه د خلکو نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. خراسانی ته د زړه له تله مبارکی وایم.
    الله د ورته د ښه خدمت او ورورولۍ توفیق ورکړی.

    • د طالب عقل ، مفکوره کیفي ، او په مذهبي مذخرفاتو کې تړلې ده . هغوی په خپل زاړه عربي کلچر کې بند پاتې دي ، ددوی عمر به لنډ وي ځکه دا احمقان دښه او بد فکر نشي کولی او په خپل قدرت کې غرق دي ! دا مردار خواره ځنګلیان به ژر لري شي .!

  2. خراسانی په یوه مرکه کی ویلی وه چه د افغانستان په هره نقطه او ساحه کی د امارت د عسکر په حیث خدمت کووم.
    زما په فکر دغه سړی هر وخت د طالیبانو لخوا تر تجربی او فکر لاندی نیول کیږی. که په دغه ولسوالی کی کامیاب وخیژی، شاید په اینده کی یی لوړی چوکی ته معرفی کړی.

  3. د طالب عقل ، مفکوره کیفي ، او په مذهبي مذخرفاتو کې تړلې ده . هغوی په خپل زاړه عربي کلچر کې بند پاتې دي ، ددوی عمر به لنډ وي ځکه دا احمقان دښه او بد فکر نشي کولی او په خپل قدرت کې غرق دي ! دا مردار خواره ځنګلیان به ژر لري شي .!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...