تاند: ( شنبه، د کب ۶ ) د طالبانو د رژيم سیاسي کمېسیون نن د دوی د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه.
د نوموړي د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه د نورو موضوعاتو تر څنګ د «جهادي ارزښتونو» د ساتنې پر طرزالعمل هم بحث وشو.
سرچينه زياتوي په پای کې د «جهادي ارزښتونو »دا طرزالعمل له تدقیق، څېړنې او مطالعې وروسته د یاد کمېسیون لخوا تاييد او منظور شو.
د طالبانو باوري سرچينو تاند ته ويلي، چې دغې حاکمې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د « جهادي ارزښتونو» د ساتنې په نوم رياست جوړ کړی او د دغه رياست له لارې د خپلې شل کلنې جګړې په ګټه د کتابونو د ليکلو او نورو تبليغاتو پلان لري.
طالبان خپله تېره شل کلنه جګړه په داسې مهال« جهاد او د هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام د ټینګښت لپاره مبارزه» بولي، چې د دوی منتقدین دغې جګړې ته « د افغانستان د مشروع نظام او خلکو خلاف د ګاونډیانو او نورو هېوادونو نیابتي جګړه» وايي او طالبان تورنوي چې د اسلامي روايتونو په پلمه کولو، د لسګونه زره تنو د وژلو، افراطیت خپرولو او د افغانستان د زرګونو تاسیساتو په ويجاړولو ېې دا جګړه مخته یوړه.
د حقانی ګوزونه د اعتناء وړ نه دی
امّا
د ” کب ” شپږمه نه بلکه د حمل یا ” وری ” شپږمه.
که داسې وي، نو دوی به د ستاينې وړ وبولم که دوی د کرنيل امام د کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) ځواب وليکلو. هغه خو له مشر ملا صاحب سره اتنيم کاله يعنې اته کاله او شپږ مياشتی وخت تېر کړی او پخپل کتاب کې يې ډېرو خبرو ته ځای ورکړی دی چې هغې د دوی پر اعتماد باندې پراخ سيوری غوړولی دی، نو ښه به دا وي چې دوی يو ځلی هغه کتاب له سره ښه دقيق مطالعه او د هرې برخې ځواب په پوره حقانيت ورکړي او که نه، نو دا ډول کړنې به کومه ګټه ورته ونه کړي.
دا د افغانستان او دپښتنو دتباهی یوه پروژه ده پاکستان او غربیانو شروع کړی ده افغانستان یی ورباندی برباد کړ