پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهتاجیکستان کې پر افغان کونسلګرۍ د حاکمیت په اړه بېلابېلې ادعاوې وشوې

تاجیکستان کې پر افغان کونسلګرۍ د حاکمیت په اړه بېلابېلې ادعاوې وشوې

تاند:( شنبه، د حمل ۵ )  د طالبانو رژیم او په تاجیکستان کې له دوی سره په مخالفت کې د افغانستان سفارت دواړو ادعا کړې، چې په «خاروغ» ښار کې د افغانستان کونسلګري د دوی تر واک لاندې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یوه ورغلي پلاوي یې په خاروغ کې افغان کونسلګري ارزولې ده.

سرچینې په دې اړه کوم عکس یا ویډیو نه ده خپره کړې.

په ورته مهال، په تاجیکستان کې د پرزول شوي جمهوري نظام سفیر ظاهر اغبر د طالبانو دغه ادعا رد کړې او ویلي، چې کونسلګري طالبانو سره اړیکه نه لري او د ده تر کنټرول لاندې ده.

اغبر، چې د طالبانو خلاف د یوې جنګي ډلې( ملي مقاومت جهبې) ته وفادار دی، وایي د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني.

تاجیکستان د یادې جنګي ډلې اصلي مرکز دی، چې طالبانو سره یې اړیکې ترینګلې دي.

خپلواکو سرچینو د طالبانو او ظاهر اغبر د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب