Home+د مارچ۲۶/ دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې

د مارچ۲۶/ دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې

د 1773 كال په دې ورځ رياضي پوه، منجم او ليكوال نتانيل بوديچ Nathaniel Bowditch دنياته سترګې وغړولې. (Marine Sextant) د دغه عالم او ليكوال مهم اثردى.

د 1819كال په دې ورځ جرمنىۍ فيمينسته ليكواله لويسې اوتو (Louise Otto) وزېږېده.

د 1830 كال په دې ورځ هالنډۍ ليكوالې او شاعرې اليزا لاوريلارد (Eliza Laurillard) دنيا ته سترګې رڼې كړې.

د 1833كال په دې ورځ هالنډي ژورناليستې او ليكوالې پيتسي پيرك Betsy Perk وزېږېده. د هغې اكثره آثار د ښځوپه دفاع كې ليكل شوي دي.

د 1850كال په دې ورځ ليكوال ايدوردبيلامي Edward Bellamy دنيا ته سترګې وغړولې. د هغه مشهور اثر (Looking Backward) نوږي.

د 1859 كال په دې ورځ بريتانيايي شاعر الفردايدوردهوسمن A[lfred] E[dward] Housman دنيا ته سترګې رڼې كړې. د هغه تر ټولو مهم شعري اثر (Shropshire Lad) نومېږي.

د 1871 كال په دې ورځ هسپانيايي ډرامه ليكونكى او ممثل (Serafín Alvarez Quintéro) وزېږېد.

د 1880كال په دې ورځ امريكايي ليكوال دنكن هينيسDuncan Hines وزېږېد. هغه د رستورانونو د لارښوونې په اړه هم ډېرې ليكنې كړې دي لكه (Out of Kentucky Kitchens

د 1923كال په دې ورځ بريتانيايي ناول ليكوال اليزابيت جېن هاورد Elizabeth Jane Howard دنيا ته سترګې وغړولې. د هغه تر ټولو مشهور اثر (After Julius) نوومېږي.

د 1942كال په دې ورځ امريكايي ليكوال اريكا جانګ مان Erica Jong [Mann] په نيويارك كې وزېږېد. له الوتنې څخه وېره Fear of Flying د هغه مهم اثر دى.

تلين

د 1959كال په دې ورځ د پوليسي پېښو امريكايي ليكوال راىموندټي چندلر Raymond T Chandler د يواويا كلونو په عمر له دنيا د تل لپاره سترګې پټې كړې. د هغه مهم اثر اوږده خداى پاماني نومېږي.

د 1969 كال په دې ورځ ارجنتايني الاصله جرمنى ليكوال (Günther Weisenborn) په شپږشپېته كلنۍ كې ومړ.

د 1973كال په دې ورځ بريتانيايي ډرامه ليكونكى نويل كاورد Coward د درې اويا كلونو په عمر له دنيا د تل لپاره سترګې پټې كړې. د هغه مهم اثر د هغه شخصي ليكونه دي چې په (Private Letters) نوم چاپ شوي دي.

د 1979كال په دې ورځ امريكايي ليكوال جين ستافرد Jean Stafford په درې شپېته كلنۍ كې په ابدي خوب ويده شو. د هغه مهم اثر د باسټن ماجرا (Boston Adventure) نومېږي.

او د 1982كال په دې ورځ ليكوال (Agathe “Henriëtte” de Beaufort) له دنياسره د تل لپاره خداى پاماني وكړه (Dolly of Arnhem) د هغه مهم اثر دى. هغه د مړينې په وخت يونوي كلن ؤ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...