پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهمجاهد: بلینکن دروغ وایي امریکایان مو نه دي بندیان کړي

مجاهد: بلینکن دروغ وایي امریکایان مو نه دي بندیان کړي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۶ )  د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن هغه ادعا دروغه ګڼلې، چې وایي شاوخوا ۱۷۵ امریکایان په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي.

نوموړي د امریکا کنګرې ته دا هم ویلي وو، چې له دغو بندیانو څخه ۴۴ تنه یې له افغانستان څخه وتو ته اماده کړل شوي دي.

د طالبانو د رژیم ویاند بیا وایي، چې په دې اړه څرګندونې ناسمې دي او دوی سره هیڅ امریکایي بندي نشته.

معلومه نه ده، چې دغه ادعا شوي بندیان کله او په کوم دلیل طالبانو نیولي او څنګه یې یو شمېر کسان د بیرته خوشې کیدو په پړاوونو کې دي.

په وروستیو کې د طالبانو او امریکایانو د پردې شاته اړیکو په اړه بېلابېلې ادعاوې کیږي.

 د امریکا حکومت په کور دننه تر سخت فشار لاندې دی، چې ګواکې له افغانستانه د سرتېرو په نامسوولانه ویستو کې یې طالبانو سره د پردې تر شا پټې هوکړې لرلې او افغانستان یې ناڅاپه دغې ډلې ته وسپاره.

امریکایي حکومت او طالب رژیم دواړه دا ادعاوې ناسمې بولي، خو امریکا کې یو شمېر مهم بنسټونه ادعا کوي چې لا هم د طالبانو رژیم له امریکا څخه د بشري مرستو په نوم د ډالرو په ورتلونکو کڅوړو دوام کوي او خپلې چارې سمبالوي.

طالبانو په دې اړه ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب