Homeخبرونهچارواکي: نړیوالو پر افغان لیتیمو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

چارواکي: نړیوالو پر افغان لیتیمو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

تاند:( یکشنبه، د حمل ۶ )  د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پانګوالو پر افغان لیتیمو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

  د طالبانو د رژیم د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال محمد یونس رشید ویلي، چې جاپان، امریکا، چین، قطر او متحده عربي امارات په نورستان کې د لیتیم د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

ده وويل: په نړيواله کچه د ليتيم د استخراج په برخه کې ډېره لېوالتيا شته، پنځو هېوادونو طالبانو ته ويلي چې په دې برخه کې پانګونې ته چمتو دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالب چارواکي ورته څرګندونې کوي.

د دوی له بیا واکمنیدو سره تراوسه په ځلونو  لوړپوړو طالب چارواکو ویلي، چې په بېلابېلو برخو کې نړیوالو پانګوالو، په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې، خو تراوسه عملاً په دې اړه عملي ګامونه نه دي لیدل شوي.

د طالبانو یوشمېر منتقدین دوی په دې اړه په دروغجنو تبلیغاتو هم تورنوي.

1 COMMENT

  1. منتقدین افغان ضده خلک دی چی ګډوډی غواړی.
    دیونیم بیلینو سرمایکاری اعلان او تاید سوی. نو منتقدین دروغجن او دپردو مردوران دی جی همداسی تبلیغات کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...