جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان: کابل رژیم راسره د ترهګرو ډلو پر ضد همکار دی

پاکستان: کابل رژیم راسره د ترهګرو ډلو پر ضد همکار دی

تاند:( یکشنبه، د حمل ۶ )   د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ممتاز زهره بلوچ وایي، چې  په افغانستان کې د طالبانو رژیم ورسره د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه په اړیکه کې دی.

نوموړې په یوه خبري غونډه کې ویلي، د پاکستان امنيتي ادارې په افغانستان کې د واکمنو سره په تماس کې دي او په وروستيو کې چې د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د افغانستان په سفر کې د ترهګرۍ په اړوند خبرې کړې وې .

پاکستانۍ ویاندې ویلي، تمه لري چې افغان طالبان به دا خبره يقيني کوي چې ترهګرۍ ډلې د پاکستان د ولس او امنيتي ادارو لپاره خطر نه جوړیږي.

د طالبانو رژیم د پاکستان دغې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې ځینو پاکستاني رسنیو ویلي وو، چې کابل ته یې د دفاع د وزیر خواجه آصف په مشرۍ ورغلي پلاوي څخه د طالبانو رژیم د پاکستاني طالبانو د مهارولو لپاره د مالي مرستو غوښتنه کړې وه.

کابل کې د طالبانو حاکم رژيم دغه ادعا رد کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...