Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندوز کې په ۳ لکه ډالرو يو خصوصي کرنيز کمپلکس جوړ شو

کندوز کې په ۳ لکه ډالرو يو خصوصي کرنيز کمپلکس جوړ شو

تاند: ( یکشنبه، د کب ۶ ) په کندوز ولايت کې د طالبانو ځايي چارواکو د يوه ملي سوداګر په درې سوه زره ډالره لګښت د يوه خصوصي کرنيز کمپلکس د جوړېدو خبر ورکړی.

د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دغه کمپلکس پر ۲۵ جريبه دولتي ځمکې جوړ شوی.

سرچينه زياتوي، چې دغه کمپلکس نن د طالبانو د والي او نورو چارواکو له لوري پرانيستل شو.

‏طالبانو د ياد شوي کرنيز کمپلکس په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنيدو سره د افغانستان سلګونه میلیونه ډالره پانګه د شرايطو د خرابوالي له امله بهرنيو هېوادونو ته لېږدول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...