چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهملا برادر: کابل کې مو ۲ زرو سوالګرو کورنيو سره نقدي...

ملا برادر: کابل کې مو ۲ زرو سوالګرو کورنيو سره نقدي او خوراکي مرستې وکړې

تاند: ( یکشنبه، د کب ۶ ) د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري پر 2000 سوالګرو نغدي او د خوراکي توکيو د مرستې د وېش خبر ورکړی.

نوموړي په دې اړه جوړه شوې يوه غونډه کې د سوالګرو راټولول يوه مهمه پروسه ګڼلې او ویلي، چې د دوی رژيم د پرمختګ او د خلکو د اقتصادي ستونزو د هواري له پاره هڅې کوي.

د ملا برادر په وينا، د سوالګرو راټولولو کمېټه به خپل کار ته دوام ورکړي او په راټولو شویو مستحقو سوالګرو به د مرستو د وېش لړۍ هم دوام ولري.

طالب مقام پر مرستندویه ټولنو او ملي سوداګرو غږ وکړ چې د افغانستان د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي او له هغوی څخه خپلې مرستې ونه سپموي.

 طالبانو په داسې مهال د دغې مرستې خبر ورکړی، چې د نړيوالو ارقامو له مخې د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه خلک بشري او اقتصادي ناورين ځپلي.

د طالبانو منتقدین پر دوی نيوکه کوي، چې د افراطي پریکړو، نړۍ سره نه تعامل او پر حکومتولۍ د نه پوهيدو له امله ېې افغانستان د نړيوالو له پامه غورځولی او د ممکنه بشري مرستو لړۍ یې ټکنۍ کړې ده.

1 COMMENT

  1. د سوالگرو کلمه کارول خلکو ته سخت سپکاوی دی. سه دا چه چی له ارمنو یا بیوزلو کورنیو سره مو …..
    دا درباندی د ولی حق دی چی لاسنیوی یی وکری نه دا چی استحسان پری وکری.
    دولت او حکومت تر عوایدو پوری مو هر که ده لاس کی دی. اوس تاسی ذمه وار یاست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب