Homeخبرونهافغانستان د میندو د مړینې له پلوه د اسیا د هېوادونو په...

افغانستان د میندو د مړینې له پلوه د اسیا د هېوادونو په سر کې دی

تاند:( یکشنبه، د حمل ۶ )  د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، افغانستان د اسیايي هېوادونو په منځ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

  دې ادارې په یوه ټویټ کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې د دې شمېر د کمولو لپاره یې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې مسلکي قابلې روزلي څو ښځې د ماشوم د زیږولو خدماتو ته ښه لاسرسی ولري.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق څه موده وړاندې ویلي وو، چې په تېرو دوو لسیزو کې په هرو سلو زرو زیږونونو کې د میندو مړینه له ۱۴۵۰ څخه ۶۳۸ پېښو ته راټیټه شوې ده.

د دغه بنسټ د اټکل له مخې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې ښايي ۵۱ زره مېرمنې د اقتصادي بحران او د روغتیايي سیستم د بې کفایتۍ له امله د زېږون پر مهال مړه شي او ۴،۸ د امیندوارۍ پېښې رامنځته شي.

د نړیوالو بنسټونو د څار اداره د افغانستان د روغتیايي سیستم وضعیت ناعادلانه بولي او وړاندوینه کوي چې د ښځینه ډاکټرانو کمښت به په راتلونکي کې د هېواد د روغتیايي سیستم پر وړاندې له عمده ننګونو څخه وي.

د طالبانو له لوري د ښځینه وو پر زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه او نورې افراطي پریکړې د راتلونکي لپاره هم ننګونکي ګڼل کیږي او ټینګار دا دی، چې هر څومره ژر باید دا بندیزونه لغوه او افغان ښځینه له تلف شویو حقونو بیرته برخمنې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...