شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهشېخ حقاني له شېخ ندیم سره لاس و ګرېوان کیدل رد کړل

شېخ حقاني له شېخ ندیم سره لاس و ګرېوان کیدل رد کړل

تاند:( یکشنبه، د حمل ۶ )  د طالبانو د لوړو زده کړو مخکیني وزیر شېخ عبدالباقي حقاني له خپل اوسني ځای ناستي شېخ ندا محمد ندیم سره فزیکي شخړه او لاس و ګرېوان کیدل بې بنسټه وګڼل.

نوموړی، چې اوس د ازموینې ملي ادارې مشري کوي، د دغې ادارې له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي او طالب مشران خپلو کې اختلافات نه لري.

له څو ورځو راهیسې یوې رسنۍ ادعا کړې وه، چې د شېخ ندیم د لاس ماتیدو اصلي دلیل له شېخ حقاني سره د ازموینې ملي ادارې له لوري د اخیستل شویو ځينو ازموینو د پایلو په سر اخ و ډوب کیدل و.

په دې اړه خپرو شویو ادعاوو کې راغلي وو، چې شېخ ندیم د ملا هبت الله ډلې او شېخ حقاني د حقاني شبکې اړوند دی او له فزیکي شخړې وروسته یې حقاني شبکې په شېخ ندیم لاس مات کړی دی.

شېخ ندیم خپله د لاس ماتیدو په اړه یې څه نه دي ویلي، خو خپاره شوي عکسونه یې څرګندوي چې لاس یې مات شوی.

د طالبانو دغه دواړه مشران د دوی له تر ټولو څرګندو شویو سخت دریځو څخه ګڼل کیږي، چې د نجونو پر زده  کړو او تعلیمي نصاب یې افراطي فیصلې کړي او له دې امله نړیوالو بندیزونو سره مخ شوي دي.

3 COMMENTS

  1. د مظلومو افغانانو او په ځانګړې توګه د انجونو، باعفته خویندو میندو، تنکیو ځوانانو او مخلصه استاذانو ښیرې او ازار دی، چې دوی پسې دي.. بې شکه چې الله پاک اوریدونکی او لیدونکی ذات دی.

  2. مولوی حقانی تر مولوی ندا شهری خوی لری د وزارت وخت کی دنجونو په تحصل کار نلره صرف د حجاب او جلا صنفونوتوصیه یی کوله

  3. پکه دا دی لا بله سپکه چی وزیران هغه هم د لورو زده کرو وزیران یو دبل لاسونه سره ماتوی. چی اصلی موضوع سه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب