جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد پښتونخوا ۳ نورې افراطي ډلې TTP سره یو ځای شوي

د پښتونخوا ۳ نورې افراطي ډلې TTP سره یو ځای شوي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۶ )  په پښتونخوا کې درې نورې افراطي ډلې د پاکستان د تحریک طالبان تحریک سره یو ځای شوي.

په بنو سیمه کې د قومندان محمد عمران، په شمالي وزیرستان کې د حاجي آفتاب داوړ او په بنو کې د مولانا قطب الدین افراطي ډلو درې واړه په وروستیو کې اعلان کړی، چې د پاکستان له تحریک طالبان سره ملګري شوي دي.

یادو ډلو د پاکستان د تحریک طالبان مشر مفتي نور ولي مسید سره د بیعت خبر هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني رسنیو د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي، چې دغه تحریک سره د نورو افراطي ډلو په یو ځای کیدو به د پاکستان د امنیتي ځواکونو خلاف بریدونه لا زیات شي.

ځينې نور شنونکي بیا دا ټولې ډلې د پاکستان د پوځ او استخباراتو اړوند بولي او وایي، چې پاکستان پر دغو ډلو تجارت او مرموزې لوبې کوي.

دا قضاتونه تر ډېره له دې سرچینه اخلي، چې دا ډلې تر ډېره په پښتنو سیمو کې فعال دي او پنجاب ته، چې د غیر شرعي ګامونو له امله یې شنونکي د افراطي ډلو د بریدونو لپاره زیات مساعد ګڼي، هیڅ د دغو ډلو فعالیت نه لیدل کیږي.

1 COMMENT

  1. پاکستان دا ډلی جوړی کړی تر اوسه یی ډیره استفاده ورڅخه وکړه او وروستته له دی یی د دی ډلو له جوړولو څخه مقصد دا دی چی پښتانه یو په بل قتل کړی او دنیا ته یی وحشی قوم معرفی کړی .موږ ټول ګورو چی پښتانه په فزیکی لححاظ قتل کیږی هره ورځ دافغانستان دننه د پخوانی عسکر په نوم وژل کیږی خصوصا پکتیا ننګرهار کندهار هلمند او زابل کی او دپاکستان پښتنی علاقو کی هم د سپین ږیرو او مشرانو قتلونه روان دی لکه لطیف افریدی ډاکتر عثمان او ډیر نور او پشتون یی له تعلیم تجارت اوکاروبار وغورځاو دا د پنجاب لوبه ده سیاسی ملایان یی تربیه کړی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب