Homeخبرونهد طالبانو استخبارات: بلخ کې مو د داعش مهم کسان وژلي وو

د طالبانو استخبارات: بلخ کې مو د داعش مهم کسان وژلي وو

تاند:( یکشنبه، د حمل ۶ )  د طالبانو استخباراتو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې په بلخ کې یې د څه موده مخکې عملیاتو پر مهال د داعش ډلې ډېر مهم کسان وژلي.

سرچینې ویلي، په دغو عملیاتو کې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مخکینی مشر مولوي ضياء الدين، چې په اوس وخت کې یې د قضاء د ادارې مسؤل او په مولوي محمد مشهور د دغې ډلې له دوو نورو غړو سره وژلي.

سرچینې ویلي، چې په دغو درېیو تنو کې یو تن پاکستانی او بل د تاجیکستان تبع و.

طالبانو ویلي، چې څه موده مخکې یې په فاریاب کې د ترسره کړو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې هغه غړي نیولي، چې د بلخ لپاره یې د طالبانو د والي ملا داود مزمل وژل پلان کړي وو.

داعش ډله معمولاً د داسې ادعاوو په اړه څه نه وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...