یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+زموږ پخوانۍ كره كتنه | اسدالله غضنفر

زموږ پخوانۍ كره كتنه | اسدالله غضنفر

لکه څنگه چې زده کوونکي د ژبې قوانين د گرامر په ذريعه زده کوي، دغسې د ژبې د ادبي ښکلاوو د پېژندلو لپاره د بلاغت علوم وضع شوي، چې بديع، بيان او معاني يې بولو.

د بديع په باره کې ويل شوي چې د فصيح او بليغ کلام د پسوللو بحث پکې کېږي، د دې پسولنې هغه برخه چې له اوازونو سره ارتباط لري، د کلام لفظي موسيقي بولو او په لفظي بديع کې يې مطالعه کوو.

د فونيمونو (Phonemes) ، څپو او کلمو د اوازونو تکرار، ارتباط او انسجام په غوږونو ښه لگېږي، ښکلا پيدا کوي او دغه ښکلا د بديع د لفظي صنعتونو په ذريعه مطالعه کېږي.

د رحمان بابا په دې مصرع کې: که ظاهر دى، که باطن دى،که مابين دى، ظاهر، مابين او باطن د وزن په لحاظ (يعني د څپو د شمېر په لحاظ) برابرې کلمې دي، په درې واړو کې د (آ) اواز شريک دى، دغه راز دلته د (که) او (دى) درې ځله تکرار وينو، دا مصرع د اواز له اړخه يو خاص انسجام لري، د لفظي بديع مختلف صنعتونه د جملو د اوازونو تر منځ د انسجام مختلف ډولونه راښيي، مثلاً په پاسنۍ مصرع کې د ظاهر، باطن او مابين کلمې چې په وزن کې سره برابرې او په (آ) کې سره شريکې دي، متوازنه سجع جوړوي.

لفظي بديع چې له لويه سره يې د سجع، تجنيس او تکرار (د تورو، کلمو، مصرعو يا جملو تکرار) په دريو څانگو وېشلى شو، په پخوانۍ شعر پېژندنه کې هم ډېره مهمه گڼل کېده، البته په نثر کې اوس د لفظي بديع صنعتونه هغه پخوانى اهميت نلري، پخوانو گڼو ليکوالو د نثر تر وضوح د نثر پسولل غوره بلل او د پسوللو ډېره کارېدونکې ذريعه سجع وه، دا خو د سجعې اهميت و، چې پخواني نثرونه د مسجع (سجع لرونکي) او مُرسل (يعني ازاد = له سجعې خالي او ازاد) په ډولونو وېشو.

عربو اديبانو چې په اوله کې د بلاغت علوم وضع کول، لوى مقصد يې دا وو چې د قرانکريم د اعجاز د ثابتولو لپاره دلايل پيدا کړي، څرنگه چې په قران کې سجعې زياتې وې، نو د بلاغت په کتابونو کې سجعو ته ډېر اهميت ورکړ شو او د راتلونکو زمانو ليکوالو او شاعرانو د بلاغت د علماوو تر اغېز لاندي او هم په دې گومان چې گويا د قران پيروي به يې کړې وي، سجعو او لفظي بديع ته اهميت ورکړ، د دوه نيم سوه کاله پخوا زمانې شاعر علي خان چي په شعر باندي د خپل وخت د ملايانو له بنديز سره مخالفت څرگندوي، نو د شعر په دفاع کې د قران کريم لمن نيسي، وايي:

عالمان شعر په څه گڼي ممنوع
په قران کې ډېر لفظونه دي مسجوع

اوسني شاعران او کره کتونکي تصوير (تشبيه، استعاره، سمبول) ته ډېر اهيمت ورکوي، خو پخوانو د لفظي يا معنوي بديع صفتونه تر تصويرونو کم نه گڼل.

د بديع بله برخه معنوي بديع بولو چې د معنا موسيقي زېږوي، يعنې هغه ښکلا چې د کلمو د معنا له ارتباطاتو پيدا کېږي، مثلاً په ايهام کې چې د معنوي بديع يو صنعت دى، د کلمې د لرې يا نژدې يا حاضرې او غايبې معنا ارتباط ته پام کوو.

په بديعي صنايعو کې دځينو هنري ارزښت ډېر دى، (لکه ايهام يا حسن تعليل) د ځينو نسبتاً کم دى، (لکه تجنيس) او ځينې يې هنري ارزښت نلري، (لکه توشيح يا معما). خو په زاړه نقد کې معمولاً د صنعتونو د اهميت تر منځ توپير ته توجه نه کېږي. که د کيلو گرام او چارک تر منځ د وزن توپير ته پام ونکړو، د تللو کار طبعاً گډوډېږي.

د مثال لپاره به د تقويم الحق کاکاخېل مرحوم په هغه سريزه وغږېږو، چې په ١٩٥٥ ميلادي کال يې د علي خان د دېوان لپاره ليکلې وه، کاکاخېل صاحب د بدايع او صنايع تر عنوان لاندې ليکي: (علي خان د صنعتونو ډېر خيال ساتي او چونکه د عربۍ او فارسۍ ډېر لوى عالم دى، د دې وجهې نه څومره صنعتونه چې په هغو ژبو کې موندى شي، علي خان هغه ټول په خپل شعر کې ځايولي دي، د دې يو څو مشهورو صنعتونو نه د هغه د طرز بيان اندازه لگېدى شي)).

وروسته يې بيا د علي خان په دېوان کې د تضاد، مراعات النظير، جمع تفريق، تنسيق الصفات، سوال جواب، تجنيس، حسن تعليل، تضمين، ردالعجز، ذوالقافيتين، غير منقوط او معما صنعتونو مثالونه ورکړي دي. په دغو مثالونو کې ځينې هنري ارزښت لري، لکه دا بيت چې حسن تعليل پکې دى:

مخ يې اور زلفې يې ځکه پرې تاو شوې
چې وېښته و اور ته نيسې خو تاوېږي

دلته يو تشبيهي تصوير (مخ د اور غوندې دى) او بل يو شاعرانه دليل، (زلفي د مخ د اور په وجه تاو شوې دي) وينو، ځکه ورنه خوند اخلو، خو د معما له صنعته به څه خوند واخلو؟

علي خان وايي معما مې ده اووه سوه د اسم
لا هم کم دى، که دوه ځله ورله لام لاړ

په تېرو وختونو کې چې له خلکو سره وخت ډېر و، دغسي بيتونو به وزگاره ذهنونه مشغول ساتل او شايد داسې خوند به يې ورنه اخيست، لکه د رياضي د مشکل سوال له حل کولو چې اخيستل کېږي، خو د رياضي د سوال حل کول، له هنري ښکلا سره تعلق نلري.

که شاعر د بل چا مصرع، بيت يا بيتونه د خپل شعر په ضمن کې راوړي، تضمين يې بولي، دا د پخواني ادب يوه اصطلاح ده، مگر له هنري ښکلا سره يې رابطه څنگه ده؟ کاکا خېل مرحوم د علي خان د تضمين دا مثال ذکر کړى دى.

دا هغه قسم غزل دى، چې صاحب وې
له خاطره مي ارام او جمعيت لاړ

کره کتونکي که د بديعي صنعتونو تر منځ توپير ونکړي او د هغو تش په نوم استعمال ورته کافي ښکاره شي، نو لوستونکي به د شاعر د شعر د ښکلا له رازه بيا هم ناخبره پاتې وي.

ښاغلى کاکاخېل د علي خان په دېوان کې د سوال و جواب د صنعت دغه مثال راوړى دى:

ما وې ورکه شه سُستي، راستي پکار ده
کم رسېږي و مطلب ته طلبگار سست
دوى وې نه سُستي کمال دى که پوهېږې
همېشه به وي کارونه د هوښيار سُست
ما وې سر په نقصانونو کې سستي ده
ځکه غل وهي دکان د پهره دار سست
دوى وې رزق هم په تېره لمبه خمسوز شي
مزه ډېره که چې پوخ شي په انگار سُست

دلته تمثيلي استدلال وينو، يعنې د مطلب او ادعا د اثبات لپاره يې مثال راوړى دى، (په دويم، دريم او څلورم بيت کې) او بل د سوال و جواب يو لورى (سست او سُستي) يو څه ته وايي، بل لورى بل مفهوم ورنه اخلي، دغه توپير طنز او يو ډول ايهام زېږولى دى، که دا کمالونه پکې نه واى پخپله په سوال و ځواب کې به څه هنر وو؟ زه پوښتنه کوم څو بجې دي؟ ته ځواب راکوې: اته بجې! ايا دا صنعت دى؟

زموږ په دوديزه کره کتنه او شعر پېژندنه کې بديعي صنعتونه په خپل ذات کې في نفسه، مهم گڼل شوي او دغه شي د شعر د ښکلا په سمه معرفي کې ستونزې پيدا کړې دي.

د معنوي بديع ډېر مهم بحثونه په يو بل علم کې چې بيان يې بولو، مطالعه کېږي، د واحدې معنا په متفاوتو طريقو وړاندې کولو ته بيان وايي، البته دغه تفاوت بايد د تخييل په اساس وي، که زه ووايم: زده کوونکى راغى او بل څوک ووايي: متعلم راغى، دلته واحده معنا په مختلفو طريقو وړاندې شوه، خو د تفاوت علت يې تخييل نه دى، ځکه خو دارنگه توپيرونه له بيان سره تعلق نلري، که زه د (يو زړه ور سړى راغى) په ځاى ووايم چي: (زمرى راغى) دغه توپير د تخييل په اساس دى او په بيان کي مطالعه کېږي، دلته ما د دغه سړي د زړه ورتيا د مجسم کولو په خاطر د تخييل په مرسته هغه له زمري سره ورته بللى او د خبرې شکل مې بدل کړى دى، بيان د تصويرونو فن دى.

تشبيه، سمبول او استعاره چې د بيان اصلي بحثونه دي، خيال انځورونه (Images) بولو، پخوانو سمبول نه پېژانده، ځکه خو په پخوانۍ کره کتنه کې سمبول نه يادېږي،

زموږ د دوديزې کره کتني لوى عيب دا دى چې د کليشه شويو تصويرونو او مضامينو په مقابل کې چندان حساسه نه ده.

د بلاغت بل علم معاني دى، په معاني کې د بيان په څېر د وينا بېل – بېل ډولونه مطالعه کېږي، خو په بيان کې د لومړۍ او دوهمي معنا تر منځ ارتباط تخييلي وي او په معاني کې تعقلي، په بيان کې دوهمې معنا ته د رسېدو لپاره نخښه او قرينه موجوده وي، کله چې لولو (سروه راغله) نو پوهېږو چي د باغ ونه نه ښيي، ځکه هغه تگ راتگ نه شي کولاى، (راغله) يوه نخښه ده چې له ظاهري معنا مو مقصدي معنا ته هدايتوي، د معاني د بحثونو په جملو کې مقصدي معنا ته د رسېدو لپاره قرينې نه وي. دلته به هغو شرايطو ته پام کوو، چې جمله پکې ويل کېږي.

کله چې مخاطب ته وايم: ناوخته نه دى؟ مخاطب له شرايطو پوهېږي چې ايا زه پوښتنه کوم او که غواړم دى خبر کړم چې ناوخته دى، په دا دويم حالت کې له سواليه جملې د خبري جملې استفاده شوې ده، د جملې د ظاهري او مقصدي معنا تر منځ توپير دى، په دغه توپير باندې د شرايطو د درک له لارې پوهېږو، يعني د تعقل په مرسته.

موږ کولاى شومعاني داسې تعريف کړو: معاني د هغو جملو د ثانوي معنا په باره کې بحث کوي، چې د مخاطب حال ته په پام سره ويل کېږي.

موږ د جملو د ظاهري او مقصدي معنا په منځ کې ولې فرق راولو؟ ولې نېغه خبره نه کوو؟ داسې ځکه کوو چې غواړو په مخاطب باندې اغېز وشيندو.

د واورين ژمي په شنه سهار به تر دې جملې چې (ډېره واوره ورېدلې ده) ممکن دا خبره ډېره اغېزمنه وي: هيڅ واوره نه ده ورېدلې! دا وروستۍ جمله د مخاطب ذهن پاروي او د واورې د زياتوالي په اړه خبر لا ډېر اثر ورباندې کوي.

که مخاطب منکر وي، خبره ممکن تاکيد وغواړي، که مخاطب ناخبره وي، خبره ممکن اطناب او تفصيل وغواړي، که مخاطب پردى وي، خبره رانه رسمي انداز غواړي او له ملگري سره بايد صميمي و اوسو، دا هغه ټکي دي، چې د کلام له بلاغت او اغېزمن کېدو سره مرسته کوي او په معاني کې ورباندي غږېږو، بليغ کلام يعنې اغېزمن کلام او دا کار صرف هغه وخت کېدونى دى، چې د مخاطب حال په نظر کې ولرو، همدا وجه وه چې د (بلاغت) په باب په معاني کې خبرې کوو، په بيان کې د کلام په خيالي والي او په معاني کې په اغېزمن والي غږېږو، خو کلام بايد اول غلط نه وي او واضح وي، بيا به يې د اغېزمن والي غم کوو، د الفاظو سموالي او وضوح ته فصاحت وايي.

دا چې زموږ د معاني علم انکشاف نه دى کړى او پخپلو بحثونو کې تر ډېره حده ورباندې پټه خوله يو، يوه وجه يې داده چې د دغه علم دوه اساسي اصطلاحات يعنې بلاغت او فصاحت او له دغو دوو سره اړوند نور اکثره اصطلاحات په وضاحت او علمي قوت سره نه دي تشرېح شوي.

البته د معاني د نه غوړېدنې لوى علت دا دى، چې د هرې ژبې او هر ادب معاني بايد خپلې ځانگړنې ولري، بيان نړيوال علم دى، له موږ صرف زموږ د ژبې مثال غواړي، (دا بېله خبره ده چې په مثال موندلو كې مو هم ملا ماته ده) خو د دې لپاره چې خپله معاني ولرو، نو د خپلې ژبې ډېرو ظرافتونو ته بايد پام وکړو او کشفونه پکې وکړو، د دې لپاره چې په ادبي بحثونو کې د معاني اهميت لا ډېر جوت شي، يو څو مثاله به راوړو.
غني خان وايي:

نه منم نه منم ياره مرگ انجام د هستۍ نه دى
خلاصېدل شراب په جام کې اختتام د مستۍ نه دى

دلته (نه منم) د وزن د پوره کېدو په خاطر نه دى تکرار شوى او د تکرار د صنعت په وجه يې د موسيقي زياتېدل هم اصلي نقش نه دى، اصلي نقش يې د ادى چې شاعر منکر ته مخاطب دى، ځکه خو له تاکيده کار اخلي، چې کلام يې په مخاطب اغېز وشيندي.
دروېش درانى وايي:

دا څومره لوى ستم دى چې د گل پاڼه زخمي شي
دا څومره لوى تاوان دى چې غمى د شبنم مات شي

موږ د عرف و عادت له مخې نباتات ژوندي نه گڼو، د دې لپاره چې گل ژوندى وگڼو او زموږ خواخوږي ورسره زياته شي، شاعر د گل د پاڼې د زخمي کېدو خبره کوي، د شبنم د اهميت د زياتولو لپاره يې هغه غمى بللى دى، دا د شعر هغه برخه ده چې له بيان سره تعلق لري، خو د دواړو مصرعو لومړۍ برخه (دا څومره لوى ستم دى او دا څومره لوى تاوان دى) د معاني د فن په ذريعه توضيح کولاى شو. شاعر غوښتي دي چې د گل د زخمي کېدو او د شبنم د غمي ماتېدو ته زموږ توجه واړوي، که دغه تاکيد نه واى، نو هغه تصويري قوت دومره اغېزمن نه و.
رحمان بابا فرمايي:

هسې نه چې دا يې وکړه نور به نه کړي
چې يې زړه شي هغه کاندي پادشاهان

زموږ چې څوک ښه نه اېسي، يا ترې وېرېږو، نو ممکن نوم يې وانه خلو، په ضمير يې ياد کړو، دلته هم چې اسم (پادشاهان) وروسته راځي او ضمير اورو، همدا ژبنى ظرافت وينو، چې د کلام اغېز ورسره زيات شوى دى.

د رحمان بابا يو بل بيت:

دا فلک کلال دى، ماتول او سازول کا
ډېر يې ماو تا غوندې پيدا کړه هم فنا

فلک خو معلوم دى، رحمان بابا د (دا) اشاري صفت ولې ورته راوړى دى؟ ځکه چې (دا) نورې معناوې لري، شاعر په حقيقت کې وايي، دا فلك (چې زه پېژنم او ما تجربه کړى دى) سازول او ماتول کا، دلته د حذف ايجاز وينو، يعنې د کلام يوه برخه ناويلې پاتې ده، خو موجود کلام داسې ترتيب شوى چې لوستونکي د نا ويلې برخې په باب اټکل کولاى شي.

زموږ پخوانو د ايجاز اهميت ته اشارې کړي دي، ميرزا خان انصاري وايي:

ميرزا ډېر وايي په لږ کي
ډېر په لږ کې انتخاب دى

ايجاز، اطناب او مساوات د معاني يو بل بحث دى، چې د خپلو نثرونو او شعرونو په کره کتنه کې ښه استفاده ورنه کولاى شو.

د علي خان په هغو بيتونو کې چې پروفيسر کاکاخېل د سوال و ځواب د صنعت د مثال لپاره راوړي، د (سست) صفت پرته له دويم بيته په نورو کې د پښتو جملو د طبيعي جوړښت برخلاف، تر موصوف وروسته راغلى دى، د جملو د کلمو نامناسب ترتيب ته په معاني کې ضعف تاليف وايي چې د فصاحت يو عيب دى او د فصاحت کمزوري طبعاً د بلاغت کمزوري هم ده، يعنې که شاعر صفت او موصوف په خپل ځاى راوړي واى، د کلام اغېز او ښايست به يې لا زيات و.

ضعف تاليف د معاني په هغو بحثونو کې شامل دى، چې زموږ ادبپوهانو په کره کتنه کې له پامه نه دى غورځولى.
***
په عربو کې د بلاغت بحثونه اوله پلا په دويمه او دريمه هجري پېړۍ کې پيل شول، چې د يوناني بلاغت د ژباړې په برکت يې چټک انکشاف وکړ او په څانگو ووېشل شول، دغه بحثونه چې د قران کريم د اعجاز په دلايلو باندې غور يې يو مهم مقصد و، د نورو مسلمانو ملتونو لپاره هم په زړه پورې شول.

پخوانۍ کره کتنه طبعاً د بلاغت له همدې علومو متاثره او د همدې علومو د اصولو په بنياد ولاړه وه، موږ د پښتو د پخوانو شاعرانو په دېوانونو کې د کره کتنې خورې ورې بېلگې پيدا کولاى شو، چي دلته به يې د ځينو مهمو بحثونو لنډه يادونه وکړو:

الف، وزن:
پښتو شاعرانو په خپله کره كتنه کې وزن ته اهميت ورکړى دى.
د پخواني وخت تر گردو ستر نقاد خوشحال خټک فرمايي:

لکه غشي لره بويه تير انداز
هسې شعر لره بويه سحر ساز
همېشه د زړه په لاس تله د وزن
زيات وکم د وزن يو تورى غماز

خوشحال خټک تر ځان دمخه شاعرانو باندې انتقاد کوي، چې وزن ته يې سم پام نه دى کړى، په پخوانيو کې يوازې ميرزا انصاري ته برائت ورکوي:

له چا نه په پښتو کې ما مېزان ليدلى نه دى
ميرزا په دا زبان کې ويل کړي دي تللي

سکندر خان خټک د خپل ورور بهرام خان په غندنه کې دا هم ليکلي دي:

سخندان فصيح زبان وايي و ځان ته
نه پوهېږي په دعا او په دشنام
وايي بحر، قافيه، وزن يې وران دى
د ملا په مثنوي وکا الزام

د دې بيتونو له راوړلو منظور دادى، چې زموږ په پخواني نقد کې د وزن او قافيې بحثونه تاوده وو او داسې کسان هم وو چې د نورو ژبو د لويو شاعرانو لکه د مولانا جلال الدين بلخي د شعرونو په وزن او قافيې به يې نيوکې کولې.

ب، قافيه:
خان بابا په يوه قطعه کې چې د خپل قام له ناپوهي سر ټکوي نو فرمايي:

پيري لا لويه پايه ده
ده له ډېره رياضته
ملايي په ډېر تحصيل شي
شاعري ده له حکمته
ملکي خو پادشاهي ده
خاني هم له سلطنته
مفت اسان گڼي دا واړه
پښتانه له جهالته
هر سړى ورته ملا وي
چې په ياد کا څو آيته
چې پېرو هغه شاعر دى
قافيه غلطه کته
هغه سگ ورته ملک دى
چې کولمې وړي له محلته
خان هغه چې تر. . . پرېوځي
په زانگو کې وهي لته
پير هغه چې پسې درومي
څو سر توري بد حالته

خوشحال خټک په خپلو شاعرانو اعتراض کوي، چې غلطه او کته سره قافيه کوي.
دمخه مو وويل چې خان بابا د وزن په لحاظ د ميرزا خان انصاري شاعري ستايلې ده، خو له (ت) سره (ط) د ميرزا په دېوان کې څو ځايه قافيه شوي دي. ايا خان بابا خو به ميرزا ته اشاره نکوي؟

د ميرزا د دېوان (د ١٣٥٤کال د کابل چاپ) په دويم مخ کې لولو:

مجاز يې غلاف کړى
پکې ايښى يې حقيقت دى
په يوه کې دويم نشته
بې هوده گومان غلت (غلط) دى

په شپاړلسم مخ کې لولو:

نن الا ليعبدون شه
که مشتاق د معرفت يې
د کامل طلب دي بويه
له طريقه يې غلت (غلط) يې

او په دېرشم مخ کې راغلي دي:

په دوه کونه يې برېښنا ده
دين دنيا يې له زينته
چې د دې در په رڼا ځي
لار به نه کاندي غلته (غلط)

ج، د مضمون غلا:-
حميد مومند وايي:

دانسته مضمون دزدي له بله نه کا
د حميد ويل پخپله دي لذيذ

ايا دى نور شاعران په غوږ وهي؟ احتمالاً همداسې ده، ځکه د ده په زمانه کې د پښتو د پخوانو شاعرانو له دېوانونو د مضامينو را اخيستل مخ په زياتېدو وو.
د پخوانو په نظر مضمون هغه موضوع او خبره وه، چې په هنري انداز به بيانېدله، په همدې خاطر له مضمون سره د باريک او رنگين او نازک په څېر صفتونه وينو، خوشحال خټک هم د مضمون د نزاکت خبره کوي:

د مضمون د نزاکت غمزه ورڅخه
سر تر پايه درست صورت سره يو راز

رابه شو بېرته حميد مومند ته، حميد مومند چې د نورو گڼ مضامين راژباړلي، د نورو د مضمون را اخيستل ولې غلا گڼي؟ ځکه چې پخوانو د نورو ژبو د شاعرانو د مضامينو ژباړه عيب نه بلکې هنر باله، حميد مومند ته د خپلې ژبې د شاعرانو د مضامينو را اخيستل عيب ښکارېده، همدا وجه ده چې ده د پښتو له دېوانونو مضامين نه دي را اخيستي، خو له فارسي دېوانونو يې گڼ تمثيلونه او تشبيهات را ژباړلي دي.

کاظم خان شيدا چې تر حميد مومند نيمه پېړۍ وروسته شاعري کوله، د مضامينو په ژباړه بې باوره ښکاري، دى د خپل شعر په اړه وايي:

هر مضمون مې طبع زاد دى
کل زما د راى ايجاد دى
نه غلط نه مبتذل دى
توارد يې محتمل دى

ده چې غوښتل په نوي طرز شاعري وکړي:

ما چې دا کلام ادا کړ
نوى طرز مې راپيدا کړ

د پخوانو د کليشه شويو (مبتذلو) مضامينو له بيا بيانولو سره يې نه لگېده، شيدا د نورو د مضامنيو د را اخيستلو په مساله کې تر بل هر کلاسيک استاد حساس و، شيدا وايي:

هغه شاعر چې د مضمون غلا کا
کله پټېږي ځان به رسوا کا
اواز چې خېژي د نى له فمه
نسبت يې کله نى ته دانا کا

دا يې يوه بله څلوريزه ده:

زر به رسوا شې د مضمون دزده
جامه غمازه، د جامه دزده
کله پټېږي له مبصره
متاع په بلخ کې چې د قندوز ده

دال، لفظ که مضمون؟

رحمان بابا هغه شاعران چې کلام يې روان او سليس نه دى، غونډ ژبې (هغوى چې ژبه يې نښلي) بولي:

د غونډ ژبيو شاعرانو د خولې نه دى
ځکه هسې رنگ صفا دى دا حديث

لفظي بديع ته شديده توجه د رحمان بابا دشاعرۍ تر گردو لويه سبکي ځانگړنه ده، خو شيدا د مضمون په اهميت قايل و:

مضمون د شعر لکه پيکر وي
رنگين الفاظ يې رخت و زېور وي
ورته ضرور دي دا دواړه څيزه
پيکر که هر څو دلرباتر وي

يعنې اصل شي مضمون گڼي.

هـ، د شاعرانو مقايسه:
په گڼو پخوانو دېوانونو کې شاعران له يو بل سره پرتله شوي دي، د مثال لپاره به د خوشحال خټک يوه قطعه رانقل کړو:

چې لاف وهي د شعر
نن په دا دور دي ډېر
خداى دې نه کا چې به وايم
حال د ديو تېرو بېر
څوک پا وى، څوک نيم پا وى دي
قلندر پکې نيم سېر
زمونږه په حساب دى
هيڅ مې نه دى واصل هېر
بل فقير دولت درې پاوه
زه ترې څو سر شاهي تېر
چي په سراى کې به پيدا شي
پس له قرنه پوره سېر

د خوشحال د شاعرانه عظمت د اثبات لپاره د قطعې همدا وروستى بېت هم يو ښه مثال دى، لوى شاعر، لوى ليکوال او بلکې هر لوى انسان له خپلو هڅو راضي نه وي، ځان ورته په خپل مقصد کې نيمگړى ښکاري، خو مقصد ته رسېدل کېدوني ورښكاري ، نو په هڅو نه ستومانه کېږي او تر مرګه پورې په كرار نه كښېني.

***
سکندر خټک د ساز و اواز په دفاع کې وايي:

بل منکر له سماع مه شه هغو تېر و
سماع کړې وه له شوقه تېرو ډېرو

دا د پخوانۍ دنيا د طرز فکر يوه بېلگه ده، د ده دليل دا دى چې پخوانو هم همداسې کول.

د پخوانو په نظر حقايق تر دوى دمخه ويل شوي او اوس د دوى وظيفه دا وه چې هغه وپېژني او پيروي يې وکړي، د دېوان ترتيب ځکه د الفبا له توريو سره سم پکار و چې پخوانو دغسې کړي وو، د بديعي صنعتونو ټکي په ټکي منل ځکه لازم وو، چې په پخوانو کتابونو کې همداسې راغلي وو، د معشوقې ونه ځکه بايد له سروې سره تشبيه شي چې همدا ونه اسلافو ذکر کړې وه، په پخوانۍ زمانه کې چې د اقتصادي علمي او سياسي پرمختگ امېد نه و، اخلاقي، اجتماعي او ذوقي ارزښتونه د غرونو غوندي ثابت او نه بدلېدونکي معلومېدل.

که به يو نيم نابغه پيدا شو او په منل شويو ارزښتونو به يې تبصره وکړه، دغه تبصره به معمولاً د دې لپاره نه وه، چې ارزښتونه نيمگړي وښيي، بلکې دا به يې ويل چې خلک نيمگړي دي، ارزښتونه يې سم نه دي درک کړي.

موږ مخکې د خوشحال خټک په يوه قطعه کې د خپل قام په ناپوهۍ باندې د هغه اعتراض ولوست، دا يقيناً د تېرو زمانو د يو نابغه اعتراض و، مگر آن د خوشحال په ذهن کې هم د بې خانه، بې ملکه او بې پيره ټولنې يا بې قافيې شعر سوال نه پيدا کېده، دا ولې؟ دا ځکه چې پخوانۍ دنيا په فکري لحاظ بنده دنيا وه، چوکاټي دنيا وه.

اروپايانو له رنسانسه وروسته له بندې دنيا د راوتلو هڅه پيل کړه، دوى چې راويښ شول او ځان يې په منځنيو پېړيو کي ايسار وليد، نو د راوتلو لپاره يې د لرغوني روم او يونان فرهنگ ته پناه يووړه، د هغوى د لويو اديبانو شهکارونه يې د ادب معيار وبلل او په دې ډول په اروپايي ادب کې نيو کلاسيک دوران پيل شو.

په نيو کلاسيک مکتب کې د اثر د ښکلا تر څنگ د هغه په تعليمي او اخلاقي اهميت هم تاکيد وشو، د پخوانو استادانو پيروي لازمه وگڼل شوه، ايجاز او وضوح ته اهميت ورکړ شو او د ادبي اثر په ايجاد او ارزولو کې د احساس او الهام ځاى سليم عقل ونيو.

څرنگه چي نيو کلاسيسم زموږ د بلاغت د علومو په څېر له ارسطو او نور يوناني ميراثه ډېر اغېزمن دى، نو زموږ د پخوانو او نيو کلاسيسم په کره کتنه کې ځينې مشترک ټکي شته، خو وروسته بيا فرق دا و چې موږ د پخواني دود د پيروۍ په خاطر د بلاغت د علومو لمن نيولې وه، مگر له رنسانسه وروسته اروپايي اديبانو فکر کړى و او دې نتېجې ته رسېدلې وو، چې د ارسطو او نورو پخوانو په پيروي کې يې گټه ده.

دوه، درې پېړۍ دمخه د اروپا د صنعت او تجارت وده گړندۍ شوه، ساينس هم غزونې وکړې، ښارونه لوى شول، فيوډالان کمزورې شول او د زړو باورونو د کلا دېوالونو درزونه وکړل، د سياسي، اجتماعي او فردي ازاديو پلويان زيات شول او په ادبياتو کې هم د پخوانو اصولو د منلو په ځاى فردي احساساتو او شخصي ذوق ته توجه ډېره شوه.

او په دې ډول نولسمه پېړۍ راورسېده او رومانتيک ادب وغوړېد، رومانتيک مکتب د تېرو اصولو منکر و، رومانتيکو به ويل چې هره زمانه خپلې غوښتنې لري، موږ څه مجبوريت لرو چې د روم او يونان د اصولو رسۍ په غاړو وگرځوو؟ همدا وجه وه چې د رومانتيک مکتب په نقد کې د شاعر او ليکوال د خپلې زمانې مطالعې ته توجه ډېره شوه، له بلې خوا په نولسمه پېړۍ کې ساينسي علومو چټکه وده کوله، ساينس پوهانو به د طبيعي پېښو د علتونو موندلو ته ډېر اهميت ورکاوه، ادبپوهانو د هغوى په پيروي د شعر عامل يعنې شاعر (د شاعر ژوند او شخصيت) ته توجه ډېره کړه.

موږ د اروپا له پرمختگونو په شلمه پېړۍ کې خبر شوو، د شلمې پېړۍ په ادبې څېړنو او نقد کې مو د اروپايانو تر اثر لاندې د شاعر د ژوند او زمانې مطالعې ته ډېر پام وکړ (د استاد کامل هڅې يې ښه مثال دى) دغه راز د سياسي اجتماعي او اقتصادي ترقۍ هوس او د سوسياليزم نظرياتو دې ته وهڅولو، چې په ادبياتو کې تر څنگه ويلو؟ How it is said? څه ويلو؟ What is said? ته ډېر اهميت ورکړو، د دې په څنگ کې د بلاغت د علومو او صنايعو بدايعو خپل پخوانى ميراث هم راسره و.

د دوديز نقد په مقابل کې چې تر اوسه پورې زموږ د نقد غالب جريان دى، نوى نقد دغو ټکو ته ډېر پام کوي:

  • د ادبي اثر تر څه ويلو د هغه څنگه ويلو ته ډېر اهميت ورکول.
  • د بلاغت اصولو او صنايعو بدايعو ته په انتقادي نظر کتل او کمى زياتى پکې راوستل.
    • په نقد کې له نويو علومو او نظريو (لکه ارواپوهنه، ژبپوهنه، فمنيزم) استفاده کول.
  • او د هنري اثر په ايکې يوې معنا ټينگار نه کول، بلکې دا ويل چې هنري اثر ممکن په مختلفو وختونو کې د مختلفو کسانو ذوق، پوهې او تجربې ته په پام سره، مختلفې معناوې او ښکلاوې ولري، زموږ پخوانو شاعرانو د تعالى او له نورو شاعرانو سره د ځان د مقايسې په وخت ډېر ځله خپله قبيله او د مقابل لوري قبيله ياده کړې ده، مثلاً عبدالقادر خټک وايي:

زه خټک د يار په غم تازه تازه شم
غوريه خېل رحمان که شو ورځنې ستړى

لکه د لرغوني يونان د ډرامې ليکوال يا د سپورت اتل يا د بل ډگر وتلي وگړي چې د ښار د تبعه په حيث په خپل بري فخر کاوه، دغسې زموږ پخواني شاعر د وياړ د احساسولو په وخت ځان په قبيله کې ليد، موږ چې اوس تر څه حده پورې له قبيلې راوتلې يو، د قادر خان د بيت په مقابل کي د هغه د زمانې له لوستونکي سره شريک احساس نه شو لرلاى، زموږ په احساس کې به خامخا توپير وي، ځکه چې په تجربو او په ذهنيتونو کې مو توپير دى، ټولنپوهان ټينگار کوي چې قبايلي ذهنيت د وروسته پاته ټولنې لويه نخښه ده، زموږ راتلونکي نسلونه به تر موږ پر مخ تللي او له قبايلي ذهنيته لا لرې شوې وي، هغوى به بيا د قادر خان په بيت کې متفاوته معنا او متفاوته ښکلا ويني.

نوي نقد ته توجه به يقيناً زموږ په نقد او ادب کې نوې سا پو کړي، خو د دې خبرې معنا دا نه ده چې دوديز نقد ته به اړتيا ونلرو، موږ به د قادر خان خټک د بيت هاغسې معنا ته چې د ده په ذهن کې وه، صرف هغه وخت ډېر ورنيژدې شو، چې درې سوه کاله پخوا زمانه او قادر وپېژنو، ځينې آثار د خپل فکر په خاطر مهم دي او ځينې آثار د شاعر يا ليکوال د ژوند او زمانې له مطالعې پرته نه شو ارزولى، مختلف آثار د نقد مختلفې طريقې غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی