یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ تنه اعدام شول

ایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ تنه اعدام شول

تاند( یکشنبه ـ د میزان ۸مه) د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په دې هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ تنه اعدام شوي دي.

یاد سازمان پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ۱۴ کسان د سنبلې له ۲۶مې تر تېرې چهارشنبې پورې د شېراز د عادل‌اباد په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.

بل لورته په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان چې یو غیردولتي بنسټ دی، وايي چې له دې سره په تېرو دوو اوونیو کې په دغه زندان کې د اعدام شویو بندیانو شمېر ۱۹ ته ورسېد.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، د شېراز په مرکزي زندان کې د ډله‌ییزو اعدامونو د اجرا بهیر څاري او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د مرګ د سزا د دا ډول استفادې په وړاندې غلې پاتې نه شي.

یاد سازمان تېره پنجشنبه ازادي راډیو ته ویلي وو، د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۳ افغانان په ایران کې اعدام شوي چې دا د تېرو څو کلونو پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي.

دغه بنسټ ویلي، دوه کاله مخکې په ایران کې ۱۶ افغانان، خو تېر کال ۲۵ افغان وګړي اعدام شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان دوه ورځې وړاندې هم ویلي وو چې په دې هېواد کې د تېرو دوو کلونو پر تله د افغانانو اعدامونه زیات شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان، په ایران کې اعدام شوي کسان د ټولنې زیانګالی قشر ګڼي او په دې باور دی چې ممکن په ځینو مواردو کې بېګناه کسان هم اعدام شوي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب