یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپر غور د بې پېلوټه الوتکو الوتنې

پر غور د بې پېلوټه الوتکو الوتنې

تاند (یکشنبه،د میزان ۸ مه) په غور ولایت کې ځایي سرچینې وایي، یوه بې پیلوټه الوتکه له تېرو دوو ورځو راهیسې د غور پر مرکز فیروزکوه ښار او د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې ګزمې کوي.

ځایي سرچینو مخکې د ولایت په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو په کشفي الوتنو کې د پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی و.

د سرچینو پر اساس، په وروستیو ورځو کې، یوه بې پیلوټه الوتکه په دوامداره توګه د فیروزکوه ښار او د ولایت په ځینو ولسوالیو باندې ګزمې کوي.

تر دې مخکې هم په سیمه کې د هوایي فعالیتونو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوی وو.

دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې دا الوتکې د کوم هېواد دي، له کوم هېواد څخه د افغانستان هوایي حریم ته داخلیږي او ولې د غور ولایت پر سر ګزمې کوي.

خو ځینو طالب چارواکو تر دې مخکې د افغانستان په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو د ګزمې لپاره له امریکا سره د پاکستان پر همکارۍ نیوکه کړې وه.

باور کېږي چې د دغو الوتکو مرکزونه یا د کنټرول اډې په پاکستان کې دي.

بې پېلوټه الوتکې زرګونه کیلومتره مزا نه شي کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی