یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+خوشبختي | نګین کرګر

خوشبختي | نګین کرګر

زموږ د انسانانو نېکمرغي په څه کې ده؟ 

د یو انسان د شخصیت وده د مدرنې نړۍ د خوشبختۍ  خوش چانسي ده. زیاتره خلک motivational training یا د تشویق لپاره تمرین کوي، صنفونو ته ځي او یا په دې هکله کتابونه لولي. دا په سیاست، منجمینټ، مکتب او  پوهنتون کې او د ژوند په هر ډګر کې د تمدن یوه برخه ګرځیدلې ده. مونږ باید د یوه خوشبخته ژوند لپاره په خپله یو چانس یوه لاره ځانته غوره کړو. ایا د شخصیت جوړولو لپاره په ژوند کې  د نېکمرغۍ لټون ضروري دی؟

ژوند له پبدایښته پیل کیږې، بیا مشکلات شروع کیږي، یا نور خلک ځورول کیږي بیا مرګ دی. که د دې اتفاقاتو په منځ کې د انسانانو په ژوند کې د خوښۍ موقع نه وي یا د امید او اسرو موقع نه وي ټوله نړۍ به ډیر خفه ځای و. همدا امیدونه او اسرې دي چې زمونږ ژوند ته خوښۍ را په برخه کوي.

انتوني رابنس د نړۍ یو ډیر مشهور موټیویشنل (انګېزه ورکوونکی) ترینر دی، د ده وظیفه دا ده چې خلک نېکمرغۍ ته تشویق کړي. خپله کیسه یی ډیره دردونکې ده، د ده مور په الکهولو معتاده وه، خو دی په ځوانۍ کې میلونر شو. د ده کورسونو د مینې خوشبختۍ او خوشچانسۍ په هکله وو. په نوي یمو کلونو کې د ده د سیمنارونو ۳۵ میلیونه کسټونه خرڅ شول. د ده دې تشویقي کستونو له زرهاو خلکو سره د هغوی د پیسو په ګټلو کې په کار او او په شخصي ژوند کې مرسته وکړه. د انتوني رابنس د هلوځلو په ۴۵ کلن ژوند کې ده د نړۍ میلونران، د بریتانیا شهزداګۍ دایانا، اوپراوینفري او ډیر فلمي ستوري او ډیر مشهورو کسانو ته تریننګ ورکړ. د انتوني. رابنس د یوه کورس د ګډون فیس له شپږو تر اته زره ډالرو پوري وو. د ده د شخصیت جوړونې لارښوونه (کوچینګ) په خپل ذات کې یو ډیر لوی او متفاوت کار و.

د تمدن په دې وخت کې اوسني انسانان یوازیني موجودات دي چې په انفرادي شخصیت جوړولو کې خورا زیات دقیق دي. دا خبره چې زه د خپل چانس او خوشبختۍ مسوول یم دا یوه  ډیره نوې خبره ده او ډیره موده یې نه کیږي. پخوا به خوشبختي د بل چا له خوا وه، مثلاً د قسمت په اسره یا د خدای له طرفه چې په مذهبي ټولنو کې لا اوس هم دا فکر شته. د نن سبا په متمدنه نړۍ کې خوشبختي یعني د یو چا اراده او هوډ. ځینې خلک وایي چې د انتوني رابنس خبرې یوازې یوه ننداره وه خو روانپوهان په دې فکر کوي چې د ده دغه موتیویشنل تریننګ د انسان په روان څه اغیزه درلوده؟

د انتوني رابنس له تریننګ څخه وروسته د ګډونوالو رواني حالت ښه کیدو، او دا یې د بریا راز و او نن سبا هم په خواله رسنیو (سوشل میډیا) کې د ده ډیرې خبرې خلک په ویډو ګانو کې خپروي. په ټوله نړۍ کې تقریباً درې میلیارده ډالر په مجموعي ټوګه د دغه انفلوینسرانو ګټه ده. دوی په یوه نوې طریقه غواړي د خلکو پاملرنه ځان ته راواړوي مثلاً جاپانۍ انفلوینسره ماریکاندو چې د کور د پاکولو او نظم په هکله ویډیو جوړوي. که مونږ کتاب پلورنځیو ته وګورو نن سبا د مثبت فکر، د شخصیت جوړول او ډیر د روانپوهنې او انساني اړیکو او لاس ته راوړنو په هکله کتابونه شته حال دا چې یوه لسیزه دمخه ډیر کتابونه سیاسي موضوعاتو په هکله چاپیدل. دا د یوې ټولنې بدلون چې د یو خوشبخته ژوند په لټه کې دی ښکارندوی دي. د غربی ټولڼې خوشبختی ددوی په دیموکراسی او بیان ازادۍ ، سیاسی مشارکت او فردی خپلواکۍ کې ده. ځکه هغه وخت کې چې د یوې ټولڼې ازادی سلب نه وی نو انسانان دی ته وخت لری چې فردی ازادۍ او په شخصیت جوړونې فکر وکړې. ځکه په هره برخه کې د شخصیت ودی ورکولو لپاره په کاری ماحول کې ، د ارایش په هکله ، د منجمنت او نورو ډیرو برخو په هکله کورسونه موجود دي. دا کتابونه خلک ددی لپاره لولی چې ځان کم یواځې احساس کړی ځکه یو باشعوره انسان خپله پوهیږې چې کوم کارونه دده په ګټه دي. دا موتیویشنل کتابونه یا د تشویق لپاره الفاظ د انسان روانې حالت پباوړۍ کوې، مثلاً د ځان سره مینه وکړئ ، ددی لپاره د یوی لسیزیې راپه دیخوا کتابونه لیکل کیږې. په امریکا کې نن سبا تقریباً اتیا زره داسی کتابونه سملاسی لاس رسی ته موجود دی. ځینې دا کتابونه ډیر ښه دی، حال دا چې ځینې یی دومره مهم هم ندی، ډیر داسی کتابونه یو شانته روانپوهنه چې څرنګه په دریو اونیو کې خپل افکار مثبت کړو، یا په دوه اونیو کې عادت بدل کړو او داسی نور تشویقی الفاظ لرې، اکثراً داسی کتابونه هغه چا لیکلی دی چې د ژوندسختۍ یی ګاللی دی او په زحمت سره یو ډیر موفقه شخص باندی بدل شوی دي. ځکه یواځې کله چې یو چا د سختیو او د موفقیت لاس ته راوړلو تجربه درلودلی وی دوی کولای شی نور انسانان دی ته راوبولي. یعنی دا کسان ډیر اکاډمیک شخصیتونه نه بلکه د ژوند د تجاربو نه غږیږې. ځکه دوی هغه سختۍ زغملې دی او اوس کولای شی پس له بریالیتوبه پری وغږیږې او خپله خوشبختی نورو انسانانو سره شریکه کړي. همدارنګه د شخصیت جوړولو او ودی ورکولو میتود د ادبیاتو او کلتور یوه برخه وګرځیده چې نور انسانان هم ورته تشویق شي. د شخصیت ودی ورکولو کوچینګ یا تریننګ دا یو نوی میتود دی چې وایی هغه څه چې د انسان په ناخوداګاه کې پت دی هغه څرګند کړي. مثلاً که یو انسان یو کوچنۍ مشکل ولری یا د کوم نږدی کس د مړینی د غم نه نشی کولای هیر کړی نور چاته ضرورت لری چې دوی ته د امید او اسری په هکله وغږیږې. خو ددی سره چې څرنګه دا حالت بدلوی دا د هماغه شخص پورې اړه لرې.

دا د شخصیت د ودی ورکولو کتابونه هم د مختلفو فلسفو یوه ټولګه ده، مثلاً، د سقراط، نبچه لږ بودیزم او

یا د اسپینوزا چې استدلال کوي چې “شیان د خدای لخوا په بل ډول یا په بل ترتیب کې نشي رامینځته کیدی. او نورو مفکرو یوځای کیدل دی. خو ددسقراط فلسفه چې ځان پخپله وپیژنه بیا ددی افکارو مخالف دی. ځکه  د سقراط په وینا، ریښتینی حکمت په هغه څه پوهیدل دي چې تاسو پرې نه پوهیږئ. نو د خپل ځان پیژندلو یوه مهمه برخه باید د خپل عقل او پوهې حدود پیژندل وي.

دا هغه وخت پیژندل کیږې چې یو انسان په ټولنه، په کورنۍ کې وده وکړی او د اطراف سره ځان خوندی احساس کړي،او دا په هغه ټولڼې کې امکان لری چېرته چې د شخصیتونو انفرادی وده وشی. ځکه د انفرادی شخصیت د ودی نه وروسته یو انسان په دی قادر وی چې فکر وکړی ، تصمیم ونیسی او وکولای شی د یو منفی حالت یا د ژوند د سختیو سره هم یوه مثبته لاره غوره کړي. ځکه چې هیڅ یو ه لاس ته راوړنهٔ د چا دروازه نه ټکوهی نه ښه به وی چې خپله دغه ور وټکوې.

د شخصیت وده ورکول د خوشبختۍ د لټون د روانپوهنی یوه نوې اکاډمیکه څانګه شمیرل کیږۍ. په ۱۹۹۰ کال کې مارتین الیاس پیټر سیلګمن یو امریکایی ارواپوه، ښوونکی او دلیکوال چې  د هوساینې او مثبت ارواپوهنې نظریو په ساینسي ټولنه کې قوي وده کونکی دی.او مثبته ارواپوهنې ته یی ډیره وده ورکړه. په حقیقت کې د یو داسی متخصص او لیکوال لخوا په دی برخه کې ټینګار ددی سبب شو چې مثبته ارواپوهنه جدی ونیول شی. او سیلګمن تر نن پوری یواځینې شخص ګڼل کیږې چې په دی برخه کې یی ډیر کار کړی دی. او مثبته ارواپوهنه یی د اکادمیکو څیړنو یوه برخه کې شامل کړ. سیلګمن د یوولس کلنۍ نه د خپلې مشرې خور نه چې مجلې به یی کورته راوړلې لوستلی،څه وخت لپاره یی داسی خوبونه لیدل چې په خوب کې دده غاښونه ولیږې، دی خوبونو مانا درلوده، هغه دا چې یو انسان د ندامت احساس ولری داسی حوادث خوب کې وینی، مارتین سلیګمن ددی کتابونو أه لوستلو سره ډیر حیران شوی و چې څنګه ددی کتاب لیکوال دا دومره ښه پیژنې، د هماغه  وخت نه یی د ځان سره دا وعده وکړه چې دی به پوښتنې کوی. ددی نه وروسته روانپوهانو د مارتین سلیګمن روانپوهنې او د فروید ناخوداګاه روانپوهنی تیوری اړیکی وڅیړلی. مثلاً ویره، سایکوز ( رواني ناروغي ده چیرې چې تاسو هغه شیان ګورئ یا اورئ چې شتون نلري (خیال) یا په هغه شیانو باور وکړئ چې ریښتیني ندي.)

اونیوروز (یو رواني حالت چې د یوې ناروغۍ له امله رامینځته شوی نه وي، د عصبی فشار نښې پکې شاملې وي (خپګان، اضطراب، جنونی چلند) مګر د واقعیت سره د تماس بنسټیز زیان نلرې.) اړیکی د ناخوداګا حالاتو سره وڅیړلي. د فروید د سایکو انالیزیز او د روان د ناخوداګاه حالت د څیړلو نه تقریباً سل کاله وروسته روانپوهنه یو بل مزل ته ورسیده. هغه دا چې سایکولوجست سایکوتیراپست ته وویل شو چې دغه تیوری حسابیدلی نشی، او یا د اندازه ګیرې واحد نلرې.

په کال ۱۹۹۸ کې مارتین سیلګمن د امریکا د روانپوهنی د اتحادیې (APA, American psychological Association

(یو مخکښ ساینسي او مسلکي سازمان دی چې په متحده ایالاتو کې د اروا پوهنې استازیتوب کوي، د 157,000 څخه ډیر څیړونکي، ښوونکي، ډاکتران، مشاورین، او زده کونکي، غړو لرې.) مشرتابه په غاړه واخیست. سیلګمن د خپلی وظیفی په لمړیو کلونو کې خپله ژور خفګان درلوده، ده وکولای شو چې خپل ژور خفګان سره هم برۍ وموندی او هم یی وکولای شو د روانپوهنی لمړنۍ کانسپت د خوشبختۍ سره لاس ته راوړی بلکه په نړیواله کجه مشهوره هم شو.

دی وایی «ما یوه ورځ په خپله باغچه کې کار کاوه زه د خپلې پنځه کلنې لورکۍ سره هلته وم، ما هغی ته وویل چې راشه ماسره مرسته وکړه خو هغه بیتفاوته تیره شوه، او لایی بیکاره بوټې چې ما راټول کړی و وشیندل ، زه په قهر شوم، بیا بیرته راغله او ویویل زه کولای شم چې یوه پوښتنه درڅخه وکړم، ما وویل هو، وایه، هغې وویل ما د خپلې کلیزی په ورځ د ځان سره دا ژمنه وکړه چې نور شکایت ونکړم، سره له دی چې ماته کله کله سخته وه، چې زه دا کولای شم نو تاسو هم دا کولای شی چې نور په هر وړوکې خبره په قهر نشئ. دا خبره مالپاره یوه نوې خبره وه ځکه ما چې هر ځه لیدل ماته به غلط ښکاره کیدل او اعصاب به می ورته خرابیدل، ما به دا منفی ټکې د خلکو په اړیکو کې، په سیاست، او په ټولنه کې هم لیدل، خو ما هیڅ کله دا فکر نکوه چې څه پکې ښه دي. » مخکې ددی نه چې د مثبتی ارواپوهنی په هکله څیړنې وشی د سترس او زړه تنګون په هکله ډیرې څیړنې کیدی، خو سلیګمن وکولای شو چې د ژوند مثبت اړخونه هم وڅیړې او د روانپوهنی یوه برخه یی وګرځوې. لکه څنګه چې سلیګمن ویل په کاری ماحول کې ډیر کسان د سترس سره مخامخ دی او مونږ څنګه کولای شو چې دوی د کار نه خوند واخلې او په خوښۍ سره کاری ماحول کې حاضر اوسي؟

فروید او د هغه شاګرد په خپله تداوی سایکو انالیزیز، او هیپنوز کې غوښتل چې د ناروغ د ماشومتوب تراوما سره مرسته وکړی. په دی توګه فروید وکولای شی د انسان تحت الشعور مطالعه کړي. کله چې هغه په ۱۹۰۹ کال کې نیویارک ته لاړ چې خپل شاګرد یونګ سره وګوری نو ویویل چې خلک ندی خبر چې مونږ ورته ؤبا راوړو. هغه تصاویر چې فروید د یو انسان د ذهن او تحت الشعور نه وړاندی کړی و ډیر هنرمندان لکه سالوادور دالی  ( Salvador Domingo Felipe Jacinto Dalí i Domènech, یو هسپانوی سوریالیست (سوریالیزم یو هنري او کلتوري حرکت دی چې په اروپا کې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته رامینځته شو چې هنرمندانو یې هدف دا و چې غیر شعوري ذهن ته اجازه ورکړي چې خپل ځان څرګند کړي ، ډیری وختونه د غیر منطقي یا خوب په څیر صحنو او نظرونو د عکس العمل پایله وي.) هنرمند و چې د خپل تخنیکي مهارت، دقیق تصویر ، او په خپل کار کې د حیرانتیا او عجیب انځورونو لپاره مشهور و.) په خپل هنر کې تری الهام اخیسته. او یا په سینما لکه الفرد هیچکاک Sir Alfred Joseph Hitchcock KB( د انګلیسي فلم دایرکتر ) د فروید د تحت الشعور د نظریاتو او تحلیل نه په خپلو فلمونو کې کار اخیسته.

فروید او شوپنهاور مونږ ته دا ویل غوښتل چې مونږ هغه څه چې د ژوند نه انتظار باسو، د ښو په تمه اوسو او په هغه کې باید غمجن نه اوسو. خو کلینیکې ازموینو کې وموندل شو چې د فروید سایکوالوجې او مثبته سایکولوجی د یو بل سره په ټکر کې دی، ځکه د فروید د نظریاتو د منلو نه پس انسان خوشبختی نه بلکه یوه تشه حس کوی.

د فروید څیړنې د ماشومتوب د مرحلې نه پیلیږې. یعنی د ماشومتوب تراوما کولای شی چې په پاخه عمر کې په انسان اغیزه ولری او د انسان روان ته د عمر په تیریدو سره زیان ورسوی. دا تیوری د مثبتې روانپوهنې لخوا  په بشپړه توګه د نظر نه تیره شوی ده. ځکه فروید د انسان د روان یو مثبت اړخ ندی څیړلي. فروید وایی چې زمونږ ناخوداګاه روان د ناخوښو پیښو یو یوه مجموعه ده او د روان په منفی اړخ یی تل تمرکز کړي دي. مارتین سیلګمن دا څیړلی دی چې څنګه زمونږ روان ، زمونږ په ورځینې ژوند اغیزمن کیدای شي؟

ولی ځینې انسانان په سختیو کې خپل توان د لاسه ورکوی، او د ژوند ډیرې ستونځې یی حتی د مړینې سبب ګرځې؟ او ځینې هیڅ کله هم اسره اوهېلې د لاسه نه ورکوي؟

بله برخه هم لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب