Home+په مریخ کې دې تیږې ساینسپوهان حیرانه کړي

په مریخ کې دې تیږې ساینسپوهان حیرانه کړي

تاند (یکشنبه، د میزان ۸ مه) د ناسا ستوربېړۍ (پرسویرینس) چې له درو کلونو راهیسي په مریخ کې څېړنې کوي، تازه یوه داسي تیږه موندلې چې ساینسپوهان یې حیرانه کړي دي.

دې ستوربېړۍ یوه ډبره، چې تورې او سپینې دارې لري، موندلې. دا تیږه په مریخ کې له نورو موندل شویو تیږو سره توپیر لري یا په بله ژبه له نورو تیږو سرزه ورته والی نه لري، او د د فضايي چارو متخصصانو پرې د “فرییا کاسل” نوکم ایښی دی.

څیړونکي وایي داسې ښکاري چې دا ډبره دې سیارې ته له بل ځای څخه راغلې ځکه چې هغه په مریخ کې له نورو تیږو سره توپیر لري.

ساینسپوهان هیله لري چې په راتلونکو څو اونیو کې به د دې معما راز معلوم کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...