یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپه ګوشته کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښته بیل...

په ګوشته کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښته بیل شوې

تاند (شنبه، د میزان ۷ مه) له ننګرهار څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې نن ماښام ناوخته د دغه ولایت په ګوشته ولسوالي کې پر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شدیده نښته بیل شوې ده.

شاهدان وايي، دواړه خواوې له درنو او سپکو وسلو کار اخلي.

له نژدې یوې اوونۍ راهیسي په ګوشته کې د دواړو خواو ترمنځ نښتې کېږي.

د جمعې په ورځ سهار وروسته لهدې په دې سیمه کې نښته وشوه چې یوه ورځ ترې وړاندې یعني د جمعې په ورځ دواړو خواوو د یو بل مورچې په درنو او سپکو وسلو وویشتې.

د چهارشنبې په ورځ هم له ګوشتې ولسوالۍ څخه د نښتو خبرونه ورکړل شوي وو.

د پاکستان او طالبانو حکومتونو تراوسه پورې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د ځاځي میدان او کورمې ترمنځ د دواړو خواوو ترمنځ څو ځلې نښتې وشوې او ځینو پاکستاني رسنیو د خپلو امنیتي چارواکو په قول د هغو دلیل د طالبانو له لوري کرښې ته نژدې د پوستو د جوړولو پر سر اختلاف بللی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی