یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهطالبانو د افغانستان د دیپلوماتیکو ماموریتونو پر بندېدو انتقاد وکړ

طالبانو د افغانستان د دیپلوماتیکو ماموریتونو پر بندېدو انتقاد وکړ

تاند (شنبه، د میزان ۷ مه) سره له دې چې طالبانو په وروستیو کې د افغانستان د ۱۴ سفارتونو کونسلي خدمتونه باطل اعلان کړي، او د طالبانو د پرېکړې پر اساس په څو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه بندېږي، طالبانو د لندن په ګډون په بېلابېلو هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو پر تړلو نیوکه کړې او ویلی یې دي چې له سیاسي مسایلو سره د کونسلي خدمتونو تړل د اتباعو د حقونو سرغړونه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د ډیپلوماتیکو چاینلونو له لارې کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې په بهر کې میشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونه موجود وي.

تېره میاشت، د طالبانو تر مشرۍ لاندې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان د ۱۴ سفارتونو او کونسلي خدمتونه چې تقریبا ټول یې په لویدیځو هیوادونو کې دي، باطل دي. دا ډیپلوماتیک ماموریتونه لاهم د پخوانیو افغان ډیپلوماتانو له خوا اداره کیدل چې له طالبانو سره له تعامل څخه انکار کوي.

طالبانو د ویانا کنوانسیون ته په اشارې ټینګار وکړ چې کونسلي خدمتونه باید په سیاسي پیژندنې پورې اړه ونه لري.

له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي چې په لویدیځو هېوادونو کې افغان اتباعو ته له ډیپلوماټیکو لارو له لارې کونسلي خدمتونه وړاندې کړي. دغه وزارت وایي، هڅه کوي چې په لویدیځو هېوادونو کې کونسلي خدمتونه په داسې طریقه پیل کړي چې په اصولو کې د منلو وړ وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د شنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۹مه په ایکسپاڼه کې لیکلي چې کونسلي خدمتونه د طالبانو په رسمیت پیژندلو پورې تړاو نه لري.

هغه زیاته کړه، طالبان په دې باور دي چې له سیاسي مسایلو سره د کونسلي اړیکې نه یوازې ستونزې رامنځته کوي، بلکې د افرادو د حقونو سرغړونه هم ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی