شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو وړاندوینه شوې

د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو وړاندوینه شوې

تاند (شنبه، د میزان ۷ مه) د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ کې د سختو بارانونو او احتمالي سیلاونو خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې نن (شنبې) په یوه خبرپاڼه کې د بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، کابل، پکتیا او خوست په شمول په ډیری سیمو کې د سیلونو وړاندوینه هم کړې ده.

د باران اندازه یې له ۱۵ تر ۴۰ میلي مترو پورې اټکل کړې ده.

د هواپېژندنې ادارې همداراز د تېرو بادونو خبرداری ورکړی او ویلي چې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ کیلومترو پورې وي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د نړۍ یو خورا اغېزمن هیواد بلل کېږی.

د جمعې په سهار د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې سېلونو لږترلږه ۳ تنه مړه کړي او تر ۲۰ ډېر نور یې ژوبل کړي دي.

همداراز سیلونو ١۵٠ کورونه او د اوبو يو کانال هم ويجاړ کړی دى.

د کوز کونړ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سیلونو له امله يې کورونه، ځمکې، باغونه او آن د چرګانو فارمونه ویجاړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب