تاند ( شنبه ـ د میزان ۷مه) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې طالبانو ویلي، چې افغانستان «هیچا ته ګواښ نه دی.»
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په ۷۹مه غونډه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د داعش، تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي، القاعده او نورو ډلو په ګډون ترهګرې ډلې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې شتون لري او په وینا یې د طالبانو حکومت یې باید پر وړاندې چټک ګامونه پورته کړي.
خو په غبرګون کې د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه ویډیويي کليپ کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
خو شهبازشریف د عمومي شورا په غونډه کې زیاته کړې ټي ټي پي چې په افغانستان کې شتون لري، د پاکستان به خاورې کې بریدونه کوي.
https://taand.net/?p=245902
الله جلاله مو تباه کړه که تاسي د سړي زامن واست نن به تاسي هم هلته خبرې کولې. ځکه ستاسي د اورتو میړه خنزیر پنجابی ستا په استاذیتوب غپیږي. 😡