شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+فکري ککړتیا | شاه محمود میاخیل

فکري ککړتیا | شاه محمود میاخیل

لکه څنګه چې د نا پاکو شیانو په استعمال سره د اوسیدلو محیط چټلیږي او د انسانانو ژوند ملوث کوي همداسې فکري مریضان هم هڅه کوي چې د انسانانو فکرونه په خپلو فکري او فاشیستي نظریاتو ملوث کړي.

فکري ککړتیا د اوسیدلو د محیط نه زیاته ککړه پدیده ده ځکه د کثیف فکرونو خاوندان غواړي چې  د خپل ملوث طرز فکر پرازیتونه خپاره او نور هم د خپل ځان پشان په فکري مریضتیا اخته کړي.

که د کثیف فکرونو باالمثل مقابله کوي نو ته هم باید د هغوي غوندې خپل فکر ملوث، راټیټ او ګندګي بازي ورسره پیل کړې خو هغوي بیا همدا ساعت د خدایه غواړي چې نور په خپل مرض ککړ کړي.

په دې ورځو کې په ټولینیزو شبکو کې او یا هم هغه رسنیې چې فکري ملوثتیا لپاره کار کوي،  بازار یې یو څه ګرم دی ځکه اکثره کسان چې څلرویشت ساعته په ټولنیزو شبکو کې مصروفه او نور کار نه لري، یا هغه انټرنیټي رسنې چې د خپلو شبکو د څلرویشت ساعته چلولو لپاره سالم پروګرامونه نشي جوړولې نو کوښښ کوي چې فکري مریضان راپیدا او مرکې ورسره وکړي، او یا په اصطاح فکري مریضان وټغوي چې د دوی د فکرونو د ملوثتیا پرازیت خپاره او نور په دې مرضونو اخته کړي.

زما په اند، د لارې حل دا دی چې د فکري مریضانو د پرازیتونو نن ځانونه وساتي او هر څوک خپله مبارزه او کار د مثبت طرز تفکر د ترویج لپاره تر سره کړي. ځومره چې مثبت طرز تفکر تقویه کیږي، هماغومره کثیف فکرونه او طرز تفکر د تاریخ کندې ته غورځول کیږي.

لکه چې ګندګي په ګندګې نه پاکیږي، تروریزم او افراطیت په افراطیانو نشي له منځه تللې همداسې ګنده او ملوث فکرونه په ګنده او ملوثه مبارزه او طرز تفکر باندې هم له منځه نشي وړل کیدلې.

د رحمان بابا شعر دی ځینو ته ډالۍ وي:

د مکې په بزرګۍ کې هيڅ شک نشته

ولـــــــې خر به حاجي نشي په طواف

فکري مریضان په پیسو او چوکۍ غټیدلې نشي او د دوی فکر او ژوند ایکسپایر شوې او ایکسپایر شوې څیرې او خبرې مارکیټ نه لري.

داسې کسانو ته یوازې سلاما ویل پکار دي.

شاه محمود میاخیل

د ننګرهار پخوانی والي او د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب