شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد اسراییل پوځ وايي، د حزب الله مشر حسن نصرالله یې وژلی

د اسراییل پوځ وايي، د حزب الله مشر حسن نصرالله یې وژلی

تاند (شنبه، د میزان 7 مه) د اسراییل پوځ ادعا کوي چې په لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د دوی په پروني هوايي برید کې وژل شوی دی.

سي این این تلویزیون وايي چې حزب الله په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د حسن نصرالله لور زینب نصرالله وژل شوې ده.

د حسن نصرالله زوی هم په ۱۹۹۷ کال کې له اسراییل سره په جګړه کې وژل شوی و.

د اسراییل د پوځ په یوه رسمي اعلامیه کې هم ویلي چې پرون د بیروت په ضاحیه سیمه کې د حزب الله د عمومي منشي حسن نصرالله ترڅنګ د حزب الله د جنوبي برخې قوماندان علي کرکي او یو شمېر نور قوماندانان وژل شوي دي.

د اسراییل د پوځ د اعلامیې له مخې، د دوی د هوایی ځواک الوتکو، چې د موساد د دقیقو معلوماتو پر اساس، د حزب الله پر مرکزي دفتر، چې د بیروت په ضاحیه مېنه کې د یوې ودانۍ په لاخونه کې و، برید وکړ.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په منځني ختیځ کې د سمدستي اوربند د ټینګښت غوښتنه کړې.

هغه ویلي په لبنان کې جګړه به د نورو بهرنیو قدرتونو په ښکېلولو سره وضعیت لا کړکېچن کړي.

ګوتېریش دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د اسراییل او حزب الله ترمنځ شخړې زور اخیستی دی.

د اسراییل پوځ نن شنبه یو وار بیا د لبنان پلازمینه بیروت کې په یو شمېر سیمو چې دوی یې د حزب الله اهداف بولي بریدونه کړي.

تازه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې په بیروت کې د حزب الله د قوماندې پر مرکز د اسراییل له لوري د توغندو بریدونه وشول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی