شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد چین د باندنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه څلور وړاندیزونه...

د چین د باندنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه څلور وړاندیزونه وکړل

تاند (شنبه، د میران ۷ مه) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د جمعې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان د مسلې په اړه د چین، روسیې، پاکستان او ایران له وزیرانو سره په درېیمه څلور اړخیزه غیر رسمي ناسته کې د ګډون پر مهال څلور وړاندیزونه وکړل.

وانګ، چې د چین د کمونست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي دفتر غړی هم دی، یادونه وکړه چې په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان وضعیت په عمومي ډول ثبات موندلی دی خو د بیارغونې او پراختیا لپاره په داسي حال کې لااوږده لاره پاتې ده، چې دا هیواد د اوږدې مودې د ثبات په وړاندې ډېرې ننګونې او ستونزې لري.

هغه د استخباراتو د تبادلې او شریکولو په پیاوړتیا، او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د قانون پلي کولو او امنیتي همکاریو پراخولو له لارې د امنیت د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

ده وویل چې ټولې خواوې دې افغانستان په خپل منځ کې د همکارۍ په میدان بدل کړي نه د سیالۍ.

وانګ ټینګار وکړ چې افغانستان باید د جیوپولیټیکی سیالۍ لپاره د میدان پر ځای د ټولو خواوو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو پلیټ فارم شي.

په نهایت کې، هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان یو داسي لارښود چمتو کړي چې تمرکز یې پر هغو ننګونو وي چې خورا عاجلې دي.

دا غونډه د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو عباس عراقچي، وانګ يي او سرګی لاوروف او همدارنګه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په ګډون جوړه شوه.

څرګنده نه ده چې په غونډه کې ولې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر پر ځای دفاع وزیر خواجه اصف ګډون وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب