Homeخبرونهشهاز شریف: طالبان دې د ترهګرو له منځه وړلو کې چټک ګامونه...

شهاز شریف: طالبان دې د ترهګرو له منځه وړلو کې چټک ګامونه واخلي

تاند ( شنبه ـ د میزان ۷مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، د طالبانو حکومت باید د ترهګرو ګروپونو د له منځه وړلو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.
شهباز شریف دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په ۷۹مه عمومي اسمبله کې د جمعې په ورځ وکړې.
نوموړي په خپله وینا کې تر ډېره یې د کشمیر په لانجه، په غزه کې روانه جګړه او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر موجودیت تمرکز وکړ.
شهباز شریف زیاته کړه، چې اوسمهال پاکستان تر ډېره هغه ډلې ګواښي چې د ده په خبره، په افغانستان کې دېره دي.
هغه وویل د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې دننه د ټولو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د شهاز شریف ټینګار د هغو ترهګرو ډلو په ځپلو وو، چې د نوموړي په وینا ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د پولې هاغاړه د ترهګرۍ مسوول دي.
هغه په خپلو خبرو کې ترهګرې ډلې د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان څانګه، القاعده او ورسره تړلې ډلې، ټي‌ټي‌پي ( تحریک طالبان پاکستان) فتنه الخوارج، مجید برېګېډ، بلوچ لیبرشن ارمي یادې کړې.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې خبرو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په ځلونو په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...