شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمد بشیر دودیال

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمد بشیر دودیال

(د کلتوری خدماتو یوه بیګه)

تېره ورځ مې یوه لیکنه خپره کړه چې یوه پراګراف د کلتوری خدماتو (cultural services) په اړه و. کلتوری خدمات ترسره کول، عمدتاً د عامه ادارې او حکومتي اړوند ارګانو کار دی. متاسفانه له دېرشو کلونو رادې خوا حکومتونو کلتوري خدماتو ته چندان پام ونه کړ، نوځکه موږ سره د کلتوری عقبمانۍ/شاته والي( cultural lag) ویره وه(او لاشته)، خو له نیکه مرغه یو شمیر داسې بیلګې شته چې د کلتوري خدماتو عنوان لاندې راتلای شي. د خوشحالي ځای دا دی چې که حکومت دې برخه کې غافل و/دی، له نیکه مرغه یو شمېر بااحساسه افغانانوپه خپل تلاش د دې تشیال د یوې برخې ډکولو هڅې کړي دي. په دې سلسله کې د دوو ښاغلو؛  ښاغلي احسان الله آرینیزي او د ډاکترصاحب یحیی وردک کلتوري خدمتونه یادوم.

د آرینزي صاحب د پینځو وچو د پېژندنې یوه بیلګه به راواخلم:

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږي. له ښوونځي له کتابوپرته نور اخځ هم ورته کافی اندازه نه لرو. په پوهنتونو کې مو هم په ملي ژبه درسي مواد اومُمدر درسي ډېر کم دي. جغرافیه موږ ته زموږ کلی، زموږ ښار. زموږ هیواد، زموږ لویه وچه او آن ټوله نړۍ راپېژني. نن ورځ له سیاسی، طبیعی، اقتصادی، اقلیمی… جغرافیا بحث کیږي. د دې مانا دا ده چې دغه علم ډیره پراختیا موندلې. له نیکه مرغه ښاغلي احسان الله ارینزي صاحب دې برخه کې د پنځو وچو لپاره جلا جلا کتابونه ولیکل او څو ځله نوي شول. دا کتابونه په دري او پښتو دي. د دغو کتابو لیکل او د دې لړۍ پیل له ۱۳۷۹ل. کال څخه وشو.

لومړی ټوک (آسیا- پښتو)  په ۱۳۷۹۰م. کې بشپړ او په ۱۳۸۱ل. کال نشر شو. دا سلسله ټوله ( د نړئ هېنداره) نومي چې پنځه برخې لري:  آسیا، اروپا، امریکا، اقیانوسیه یا استرالیا او افریقا،  چې  هر مجلد له دوو څخه تر څلور ځله پورې نشر شوی دی. غوره به وي چې هریو جلا جلا معرفي کړم:

۱) د نړۍ هېنداره، لومړى ټوك، آسيا. د اسيايي هېوادونو طبيعي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز، ۱۳۷۹ل.(۲۰۰۰ م)،  پېښور. دويم چاپ۱۳۸۲ هـ ش (۲۰۰۳م.)، پېښور. دريېم چاپ د الازهر خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۱ ل. (۲۰۱۲م.) او څلورم چاپ الازهر خپرندويه ټولنه همدا۱۳۹۱ل.   (۲۰۱۲م.).

۲) د نړۍ هېنداره، دويم ټوك، افريقا. د افريقايي هېوادونو طبيعي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز، ۱۳۸۰ هـ ش(۲۰۰۱ م)، پېښور. دويم چاپ۱۳۸۳ هـ ش (۲۰۰۴م)، پېښور. درېيم چاپ ۱۳۹۱ هـ ش (۲۰۱۳ م)، كابل، الازهر خپرندويه ټولنه.

۳) د نړۍ هېنداره، درېيم ټوك، استراليا. د اوقيانوسيه سيمې د هېوادونو طبيعي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه، د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مركز، ۱۳۸۲ هـ ش (۲۰۰۳ م)، پېښور. دوهم چاپ ۱۳۹۲ هـ،ش(۲۰۱۳ م)، الازهر خپرندويه ټولنه، كابل.

۴) د نړۍ هېنداره، څلورم ټوك، اروپا. د اروپايي هېوادونو طبيعي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز، ۱۳۸۴ هـ ش (۲۰۰۶ م)، پېښور. دویم چاپ ۱۳۸۳هـ.ش (۲۰۰۴ دسمبر)، الازهر خپروندویه ټولنه، کابل.

۵) د نړۍ هېنداره، پنځم ټوك، امريكا،  د امريكايي هېوادونو طبيعي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز، ۱۳۸۶ هـ ش   (۲۰۰۶م)، پېښور. دویم چاپ ۱۳۸۴هـ.ش (۲۰۱۵- دسمبر)، الازهر خپروندویه ټولنه، کابل.

په کال ۲۰۱۵ کې د دې لوی کتاب د دري ژباړې او د معلوماتو او ارقامو د نوي کېدو کار پیل شو، چې درې ټوکه يې خپاره شوی دی:

۱. آسیا، جغرافیای طبیعي، بشري، سیاسي، اقتصادي و تاریخي کشور های اسبا، چاپ اول، موسسه انتشارات الازهر، ۱۳۹۶هـ ش ((۲۰۱۷م.، کابل.۱۸۰۰ مخه،

۲ . اروپا، جغرافیای طبیعي، بشري، سیاسي، اقتصادي و تاریخي کشور های اروپا، چاپ اول، موسسه انتشارات الازهر، ۱۳۹۸ل.  ((۲۰۱۹م.، کابل، ۱۲۹۰ مخه،

۳. اقیانوسیه، جغرافیای طبیعي، بشري، سیاسي، اقتصادي و تاریخي کشور های اقیانوسیه، چاپ اول، موسسه انتشارات الازهر، ۱۳۹۹ل. =۲۰۱۹م.، کابل، ۳۵۰ مخه،

د دې لړئ څلورم کتاب یعني افریقا په ۱۳۰۰ مخه کې بشپړ دی؛ خو د چاپ انتظار باسی او په پنځم یا امریکا به وروسته کار کېږي.د دې کتابونو له دری څخه پښتو او له پښتو دری ته ژباړه کې ارواښاد محمد طاهر محیت خدری او واکمن احمد شاکر برخه اخیستې وه. دا هغه وخت و چې افغان ناشرانو زیاترو خپل کارونه كابل کې پیل کړي وو، موږ په کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او بیا وروسته کندهار او نورو ولایتو کی خصوصي او دولتې مطبعې لرلې. دا وخت د طبع او نشر  چارو ښه پرمختګ وکړ او ځوانانو مطالعې ته مخ اړولې و. آن داچې یو شمېر ډېر قیمتی پخواني کتابونه بیا نشر شول. زموږ ډېرو لیکوالو نوي ادبی او معلوماتی، تاریخی اثار نشر کړل. دنړۍ پېژندنې دغه سلسله د همدغو غوره چاپی اثارو یوه بیلګه وه.

دغه سلسله په ترتیب سره له آسیا، اروپا، امریکا او استرلیا نیولې تر (افریقا) وار په وار آپدیت شوه او هر مجلد تر څلور ځله پورې نشر شو. وروسته یې پښتو اډیشنونه هم  تکمیل شول.  اوس دا دی  د افریقا مجلد او وروستی اپدیت شوی ورژن تر کار لاندې دی. یو وخت زموږ د میز دسر کتابونه قاموسونه، دایرة المعارف، دافغانستان کالنۍ او داحصائیوي کالنۍ وې. دافغانستان احصائیوي کالنۍ هرکال نوې خيرېده او د هیوا ټول احصائیوي معلومات یې لرل چې یو مرجع کتاب به و(له اکاډمیک پلوه مرجع کتاب، اخځ او ریفرنس جلا پېژندنه لري، هرکتاب ریفرنس نه دی).

ښاغلی آرینزي د نړیوالو ټولنو یوه مجموعه (د نړۍ د سياسي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي سازمانونو/ټولنوپېژندګلوي) هم تالیف کړی ده، چې خصوصاً د نړیوالو موسساتو افغان کارکوونکو، دبهرنیو چارو اود اقتصاد وزارت  ځوانو کارکوونکو او د حقوقو، اقتصاد او عامه اداری محصلانو او په مجموع کې دعلم او پوهې ټولو مینه والو ته ګټور او په زړه پورې کتابونه دي.

دوهمه بیلګه د ډاکتریحیی وردګ کلتوری خدمتونه دي. ډاکترصاحب دهېواد ټول پوهنتونونه له نږدې وکتل، استادانو سره یې خبرې وکړې او د محصلانو ستونزې یې یاداشت کړی. دا یې وموندله چې د درسی کتابو خپرول یوه اړتیا ده. کتاب خپرول د کلتوري اعتلا یو شرط دی. ډاکترصاحب له استادانوڅخه کتابونه د نشر لپاره ترلاسه او سلګونه عنوانه کتابونه یې د زرګونوټوکو په تیراژ خپاره او ووېشل. د دغو کتابو یوه برخه (DAUG) afghananic نشر کړل. په تېره بیا دغو کتابو کې دطب او نوروساینسی پوهنځیو کتابونه دیادونې وړ دي.

د افغانستان محصلان او د مطالعې مینه وال چې انترنیت ته ډېر لږ لاسرسی لري، دغه ډول کتابونه ورته ډیر اهمیت لري. هیله ده ډاکترصاحب وردک او (DAUG) afghananic لکه دپخوا په شان دغه ډول کلتوری خدماتو ته دوام ورکړي، په تېره بیا د پوهنتونو کتابونه د افغانستان لپاره یو اشد ضرورت دی. د پوهنتونونو لاسنیوي او دوی ته دعلمی نشراتو رسول اوس لازیاته اړتیا ده.

هېره دې نه وي چې کلتوری شاته والی (cultural lag) د اوږدې مودې جګړې د تخلیوی تاثیراتو له جملې څخه یو دی. له بده مرغه دوامدارجنګونه ټولنه کې مادی او معنوی، محسوس او غیر محسوس، مقداری او غیر مقداري تخلیوی اثرات پریږدي. له وطن څخه د ملی کادرونو او مغزونو وتل، د پانګې وتل، د هنر او ادب د مخې او ودې ډب کېدل، د لیکوالو، پوهانو او هنرمندانو فزیکی له منځه تلل، او له کاره لاس اخیستل، د فرهنګی او علمي موسساتو ویجاړېدل، اقتصادی ویجاړتیا، دچاپېریال ناولي کېدل، ټولنیز اخلاق ضعیف کیدل… یې نور مثالونه دی. دا ټول تدابیرو ته اړتیا لري. له نیکه مرغه تر یوې اندازې پورې بااحساسه وطنوالو د کلتوری شاته والی یا کلتوری عقبمانی لپاره صادقانه هلې- ځلې کړي، خو کافي نه دي. ترڅو حکومتی ادارات هم لاس په کار نشي، پوره کلتوری خدمات یې نشو بللای. همدومره هم داقتصادی تخلیوي تاثیراتو له منځه وړلو ته اړتیا ده. دغې لیکنې پسې داقتصادی تخلیوي تاثیراتو دله منځه وړلو یوڅو مثالونه هم راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب