شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهاطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له...

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له محدودیتونو ځورېږي

تاند ( شنبه ، د میزان ۷مه) اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ داسې مهال را رسېږي، چې اوسمهال په افغانستان کې رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي او رسنوال یې له محدودیتونو سره مخ دي.
یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسوولین شکایت لري چې لا هم اطلاعاتو ته په اسانه لاسرسی نه لري او له دې امله له ستونزو سره مخ دي.
افغانستان کې د یوې رسنۍ خبریال د نوم نه خپراوي په شرط تاند وېب سایټ ته وویل، چې اوسمهال اطلاعاتو ته لاسرسی محدود لا څه چې په شرایطو ده.
سرچینه وایي، طالبان هغه معلومات رسنیو ته ورکوي، چې د دوی په ګټه وي او په خبره یې په هغو معلوماتو خبریالان ګواښي چې د دوی د پالیسۍ خلاف یا د ولس ریښتینی غږ په کې موجود وي.
یو شمېر نورو خبریالانو بیا رسنیو ته ویل، چې هغه اطلاعات چې د خبریالانو اړتیا وي هغه ورته نه ورکول کېږي او همدا لامل دی چې دوی پر وخت د خپلو رسنیو کارونه نه شي بشپړولی.
د رسنیو ځینې مسوولین هم وايي، خبریالان او کارکوونکي یې د راپورونو او خپرونو د جوړولو پر مهال د اړتیا پر صورت کې اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.
دوی وایي دا چاره د دې لامل شوې، چې د رسنیو ډېری کارکوونکي دندې پرېږدي.
دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې تازه طالبانو د سپټمبر په ۲۲مه په افغانستان کې د رسنیو د مسوولینو په وینا په سیاسي خپرونو او ګردي مېزونو کې په ژوندۍ بڼه په بحثونو بندیز لګول شوی دی.
د خبریالانو د ملاتو سازمان هم دا خبره تایید کړې ده.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وایي د طالبانو له واکمنېدو وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته شوي دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند نظر هم ولرو خو له هڅو سره سره بریالي نه شو. خو څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر ویلي وو، په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې شته چې هیڅوک ترې انکار نه‌شي کولى.
د سپټمبر ۲۸مه معلوماتو ته د لاسرسي نړیوال ورځ ده.
د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر ۲۸مه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو له‌خوا معلوماتو ته د مساوي او نړیوال لاسرسي په موخه د بشري حقونو او انساني کرامت د ودې، د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو او د ځواکمنو ټولنو د رامنځته کولو په موخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په نوم اعلان شوه او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ٢٠١٩م کال کې تصویب کړه چې په ډېری هېوادونو کې نمانځل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب