چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+یو بې جوړې یونلیک | حفيظ الله بشارت‎

یو بې جوړې یونلیک | حفيظ الله بشارت‎

زه چې څومره ځير شوی یم، پښتو ژبه له نورو کمیو ورهاخوا د ښو یونلیکونو کمی هم محسوسوي یا شاید زما عینکې پيکه وي، ځکه د استاد شفیقي له “پر پخوانيو پلونو یو څو ګامه” د استاد يون او دوست صاحب له “د اماراتو سفر” او “په دښتو کې جنتونه”…. پرته مې د بل کوم لیکوال خاصه سفرنامه نه ده تر سترګو شوې.

په هر حال، که څه هم دا ډېر وخت له مطالعې کونج ته شوی وم، خو دا ورځې مې د يوه ښکلي یونلیک په لوستلو جبران کړې. ډاکټر محب زغم چې د ادب په نورو ژانرونو یې هم د خپل قلم خواږه لورولي، “د ادبیاتو ښار” تر سرلیک لاندې یونلیک یې یو بې جوړې یونلیک دی.
هسې خو چې د ښه و بد خبره راځي، باید د دواړو لپاره معياري کټګورۍ ولرو او د ادبیاتو د هر ژانر د ښه والي او بدوالي د معلومولو لپاره د نقادانو تلې بېلې بېلې اندازې لري، نو ځکه به د ښې سفرنامې خبرې بل وخت ته وساتو او اوس به د ياد کړي یونلیک پر ښه والي تم شو.
له یوې خوا سفرنامه د تخلیقي ادب يو مهم ژانر دی او کله چې د داستان نوېس پر قلم ولیکل شي، غوره والی یې پر ښکلا هم بدل شي. زغم صاحب له نورو خوبیو ورهاخوا په داستان ليکلو کې هم ځانګړی نوم و قلم لري، د دې یونلیک نثر یې هم تر ډېره د داستاني ژبې خواږه لري، ځای ځای پرې دې تصویر سازۍ او منظر کشۍ رنګ و بوی هم ورګډ دي.
په یونلیک کې تنها له “ځاني” اندونو استفاده نه ده شوې، بلکې د نورو نظرونو ته هم پکې ځای شته. همداراز يې د نثر معلوماتي اړخ له پیله تر پایه له هنري هغه سره غاړه وړې ده، مطلب یوه خوا یې پر بله نه ده زوروره شوې او دا دې يونليک یوه ښه ځانګړنه ځکه ده چې یو مخ د نثر شاعرانه توب سفرنامه تخيلي کوي او په یو ریالېستیک چاپېریال کې یو مخ د خیال غږول تصنع رامنځته کوي، د دې برعکس بیا وچ رپوټي نثر ته لاره هواروي.
ما چې اکثره یونلیکونه لوستي، پېښې یا يې له سیاسي چاپېریال سره تعلق ساتي یا د ټولنیزو شرایطو پرتليز جاج شاربي او یا د یوې سیمې له منظر کشیو مالامال وي، خو دا سفرنامه ځکه ځانګړې ده چې د ادبياتو په ښار کې چکرې وهي. هلته په ادبي غونډو او بهیرونو راګرځي، ادبي لکچرونه اوري، د ادبیاتو په مهمو موضوعاتو له تکړه اديبانو سره نظرونه تبادله کوي او تر ټولو یې ښه دا چې: له اوله تر اخره له هنر، هنر او هنر سره پاتېږي.
دا سفرنامه په ١٣٩٤ کال کې سعادت صنعتي مطبعې په ٢١٠ مخونو کې چاپ کړې ده چې د ایوا د سفر له يادښتونو سربېره پکې د موزیمونو، تاريخي ابداتو، ماڼیو، پوهنتونونو او نورو غوره هنري تابلوګانو عکسونه هم لیدلی شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...