پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبان هڅه کوي د کابل او تهران ترمنځ سوداګري ۱۰ ملیارده ډالرو...

طالبان هڅه کوي د کابل او تهران ترمنځ سوداګري ۱۰ ملیارده ډالرو ته ورسېږي

تاند (چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۶مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له خپل ایراني سیال سیدمحمد اتابک او مل پلاوي سره کتلي.

په دې لیدنه کې ویل شوي چې، د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه باید تر ۱۰ مېلیارد ډالرو ورسېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه ایراني پلاوي سره د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په بندرونو کې د شته ستونزو، بانکي اسانتیاوو، ګډو اقتصادي کمېټو پر فعالېدو او د ټرانزیتي همکاریو د لاپیاوړتیا په برخو کې هوکړې ته رسېدلې دي.

ایراني لوري هم د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.
د راپورونو پربنسټ؛ دا مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه له څلور مېلیارد ډالرو اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...