Homeخبرونهپاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی

پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی

تاند (چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۶مه) ‏پاکستانۍ رسنۍ وايي، اسلام آباد کې د طالبانو سفیر د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ورغوښتی او د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي د فعالیتونو په اړه یې اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.

پاکستاني چارواکو د طالبانو له سفیر، سردار احمد شکېب غوښتي، چې د کابل اوسنۍ واکمنه ډله له ټي ټي پي سره اړیکې پرې کړي او د افغان خاورې د کارېدو د مخنیوي په تړاو کړې ژمنې عملي کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د خپل سفیر د احضار په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو سفیر ته ویل شوي، چې ټي ټي پي افغانستان کې پټنځایونه لري او د هند حکومت له لوري یې تمویل او تجهیز کېږي.

په وروستیو اونیو کې د پاکستاني پوځيانو پر وړاندې په پښتونخوا او بلوچستان کې د ټي ټي پي وسله والو جګړو زور اخیستی چې لسګونه پاکستاني پوځيان یې وژلي دي.

همدې وضعیت ته په پام تېره اوونۍ د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ باید یو انتخاب وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، صادق خان څو ورځو کې د یوه پلاوي په مشرۍ د ټي ټي پي پر سر د خبرو لپاره کابل ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېني استازي، خلیلزاد پاکستان ته سپارښتنه کړې وه، چې ټي ټي پي سره د جګړې پر ځای دغلته مذاکرات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...