پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د افغانستان په اړه ۳‌میاشتنی...

د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د افغانستان په اړه ۳‌میاشتنی راپور وړاندې کېږي

تاند ( چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۶مه) ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي او پکې به د افغانستان په اړه ۳ میاشتنی راپور هم وړاندې شي.

د راپورونو له مخې چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر «ولکر ترک» او همداراز د مدني ټولنې استازي هم ګډون ولري.

د مالوماتو له مخې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې به د یوناما مخکنۍ مشره «روزا اتونبایوا» د افغانستان په اړه خپل درې‌میاشتینی راپور هم وړاندې کړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) پر مشرې، روزا اتونبایوا بېلابېلې نیوکې هم شوې وې.

بل لورته دې سازمان په وروستیو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري بودیجې د کمښت او د طبیعي پېښو له امله د ځپل‌شویو افغانانو پر نازک وضعیت اندېښنې هم ښودلې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له نړۍ غوښتي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې ټیټېدو لپاره خپل ملاتړ زیات کړي.

پر دې سربېره د یونیسف په ګډون د یاد سازمان ځینو ادارو هم په خپلو وروسوتو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک ښودلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...