پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد طالبانو حکومت په کابل کې اورانوس د ودونو تالار د قیمتي...

د طالبانو حکومت په کابل کې اورانوس د ودونو تالار د قیمتي ډبرو پر مارکیټ بدلوي

تاند ( چهارشنبه د وږي – سنبلې ۲۶مه) د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون اعلان وکړ، چې د کابل د اورانوس ودونو تالار او تمځای قراردادونه لغوه کېږي او دغه ځای به د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړی شي.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون نن(چهارشنبه، د سپټمبر ۱۷مه) دغه پرېکړه کړې ده.

د دوی د پریکړې په بنسټ به د کابل د اورانوس ودونو تالار او اړوند پارکېنګ قراردادونه لغوه کېږي او دغه ځای به د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړې شي.

دغه کمېسیون همداراز پریکړه کړې، چې د «خلیج» او «ممتاز محل» ودونو تالارونه به تر خپلو قراردادونو د پای ته رسېدو پورې خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو د کابل ښاروالۍ د اصولو پر بنسټ به فعالیت کوي.

د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نظیف مارکیټ، علاوالدین تېلو ټانک او ظاهر شاهي مارکیټ، چې د پرانیستې داوطلبۍ لپاره وړاندې شوي وې، او له نويو کرایه کوونکو څخه به یې کرایه اخیستل کیږي.

باید وویل شي چې دا پریکړه د طالبانو د مشر لخوا هم منل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...