جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتخار، بغلان، بدخشان او کندز کې هم پر نوري فایبر انټرنیټ مطلق...

تخار، بغلان، بدخشان او کندز کې هم پر نوري فایبر انټرنیټ مطلق بندیز ولګېد

تاند (چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۶مه) د طالبانو کندوز ولایت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تخار، بغلان، بدخشان او کندوز ولایتونو کې هم پر نوري فایبر انټرنیټ مطلق بندیز ولګېد.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بندیز د طالبانو د مشر، ملا هبت الله په امر، له منکراتو د مخنیوي په موخه لګول شوی دی.

د معلوماتو له مخې، له بلخ وروسته په کندهار، ارزګان، هلمند، نیمروز او اوس په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې هم پر نوري فایبر د انټرنیټ بندیز لګېدلی دی.

سرچینې وايي، چې له تېرې شپې د هېواد په سویلي حوزه کې د بېسیم انټرنیټ هم محدود او یا بند شوی دی.

طالبانو په اړوندو اعلامیو کې ویلي، چې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له هېواد کې دننه بدیلې لارې ورته وګوروي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

پر انټرنیټ بندیز له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی، چې د هېواد بانکي، اداري او د انلاین زده کړو او کاروبارونو چارې یې سختې ټکنۍ کړې دي.

دې پرېکړې پر خواله رسنیو خلک سخت په غوصه کړي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

2 COMMENTS

  1. د خرو ځامنو: انترنت هم ښه استعمالیدلی شی او هم بد. لوڅ فلمونه می پکی ګوری او د قرآن او احادیثو له آموزش څخه یی ګټه تر لاسه کړی. د نړی له حالاتو ځان خبر کړی. جاهلان غواړی خلک په مطلق بیسوادی او جهالت کی وساتی لکه ملا ندیم تر څو خپله سلط او حکمرانی تر ډیر وخته جاری وساتی. طالب حکومت د ترقی او پیشرفت ضد د پنجابیانو په امر اوامر صادر وی. لعنت دی ستاسو پدی عقیده، مذهب او فکر شی ـ

  2. اوس پدی فرمانونو او کړنو افغان او عام انسان ته دا سوالونه پیدا کیږی:
    ۱- آیا دَی ستونځې حلوی که ستونځې زیږوی ؟
    ۲- آیا د افغانانو او مسلمانانو دوست دی که دښمن ؟
    ۳- آیا دَی غواړی افغانستان د خپل کلی او مدرسی سویی ته راټیټ کړی ؟
    ۴-آیا دَی د امارت نه د دی وخت مسجد ضرار جوړوی؟
    ۵- ولی انحصار او قطع روابطو ته ډیره ترجیح ورکوی ؟
    ۶- د ملت او امت له معتبرو علما او متخصصینو هم ځان بی نیاز ګڼی حال دا چي د امت او بشریت په مقایسه طالبان د دهاتی مدرسی د شاګردانو حیثیت لری دا د ملت ګروګان ګیری،جاهلانه اوامر او حتی امر بالمنکر تر کومه ؟
    ۷- په هر څه کی دروغ او فریب تر دی حده دروغ په تاریخ د انسانیت کی حتی کافر او منافق هم داسی ریکارد نلری ؟
    خلاصه د دومره شکوک ،بی اعتمادی ،عدم اهلیت او کفایت ،بی علمی او جهالت،بیعدالتی او فساد سره بیا هم وایی : له ما اطاعت وکړی ولی ؟
    حال دا چي اطاعت په معصیت کی نشته او نه ملت قانع دی نه امت او نه بشریت ؛ځکه اداره ،تعلیم او تربیه ،صحت ،اقتصاد ،اجتماعی او امارتی اخلاق ، عدالت ،امنیت په ټوله معنی او حتی د انسانیت ګراف ،ټول سریعا نزولی سیر کی زغلی او کوم انسانی ارزښت او مثبت پر مختګ متبارز شوی ندی ، د انسانیت ،رفاه او تمدن میدان کی په علمی او اسلامی معیار څه لرو؟ حتی زلزله ځپلو ته هم د شیوخو انفاق فی سبیل الله مشهود ندی نو دی ملت ته به څه وکړی او څه به درنه زده کړی الا جهالت ،بخل، مسابقه په ودونو ،تن پروری ، ظلم ،رشوت او خوراک کالانعام ؟
    کړنی مو د انسانیت او اسلامیت لپاره عار ګرځیدلی او په نړۍ کی مو احمقانه مقام هم خپل کړ ؛ نور چیشی غواړی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب