تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالد ترمپ، نیویورک ټایمز ورځپاڼه هم د هغو رسنیزو شرکتونو لېست ته ورزیاته کړه چې پر ضد یې حقوقي دعوې کړې دي.
نوموړي د “افترا” یا بدنامولو په تور د ۱۵ میلیارده ډالرو دعوه پر څلورو خبریالانو ثبت کړې ده، چې په یوه کتاب او درېو مقالو کې یې د هغه په اړه لیکنې کړې وې. دغه مطالب د ولسمشرۍ د تېرې دورې له انتخاباتو څخه دوې میاشتې وړاندې خپاره شوي وو.
ترمپ د سېشنبې په ورځ د وږي پر ۲۵مه، په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل کې د دې خبر د اعلان پر مهال ولیکل چې نیویورک ټایمز «یوه له بدترینو او بې لارو ورځپاڼو څخه ده» او د ډیموکراتانو مجازي ویانده بلل کېږي.
د آسوشیتدپرس د راپور له مخې، دا دعوه د فلوریدا ایالت په سیمهییزه محکمه کې ثبت شوې ده.
نیویورک تایمز په غبرګون کې دا دعوه «بېارزښته» او «د خپلواکو راپورونو د خپرولو د مخنیوي لپاره یوه هڅه» بللې ده.
د دې ورځپاڼې ویاند، چارلي ستادلندر، وویل: «نیویورک ټایمز به د وېرولو تاکتیکونو ته غاړه کښېنږدي».
یاده دعوه وروسته له هغې وړاندې کېږي چې مخکې له دې ټرمپ د ABC نیوز او د CBS نیوز د «۶۰ دقیقې» پروګرام پر ضد دعوې کړې وې. دواړه د خپلو مور شرکتونو له خوا له محکمې بهر هوارې شوې وې.
همداراز، د جولای په میاشت کې ټرمپ د وال سټریټ ژورنال او د ګڼو رسنیو پر خاوند راپرټ مرداک هم وروسته له هغه دعوه وکړه چې له پانګهوال جیفري اپستین سره د هغه د اړیکو په اړه یو راپور خپور شو.
د نیویورک ټایمز پر وړاندې د شکایت جزئیات
- د شکایت په متن کې د نیویورک ټایمز د خبریالانو راس بوټنر او سوزان کریګ لیکنې ذکر شوې دي، چې د ټرمپ پر مالي چارو او د ولسمشرۍ تر دورې وړاندې په ټلویزیوني پروګرام «شاګرد» کې د هغه پر رول تمرکز کوي.
- ټرمپ ادعا کوي چې دوی «کینه ناکه او له ریښتیا تشه کیسه» خپره کړې ده.
- دغه ۸۵ مخیز شکایت د ټرمپ د لومړنیو سوداګریزو معاملو او د هغه د پلار، فریډ، په اړه د نیویورک ټایمز د راپورونو پر وړاندې هم غبرګون ښيي.
- ټرمپ همدارنګه د پیټر بیکر یوې مقالې ته چې د تېر کال د اکتوبر پر ۲۰مه خپره شوې او عنوان یې و: «د ټرمپ لپاره، د ټول عمر روایانې له قضاوت سره مخامخېږي» استناد کړی دی.
- بل شکایت یې د مایکل ایس. شمیت پر وړاندې دی چې په مقاله کې یې د جان کیلي، د ټرمپ د لومړۍ دورې د دفتر د رئیس، مرکه خپره کړې وه. کیلي په دې مرکه کې ویلي و چې ټرمپ به «لکه یو دیکتاتور حکومت وکړي».
ترامپ په شکایت کې ویلي چې نیویورک ټایمز «نه شي منلی چې هغه په ۲۰۱۶ کال کې بریالی شوی او نه شي تصور کولی چې په لوی توپیر سره یې یو ځل بیا بریا ترلاسه کړې».
هغه په تروټ سوشل کې لیکلي: «نیویورک ټایمز له کلونو راهیسې په دروغو زما، زما د کورنۍ، سوداګرۍ، د “امریکا لومړی” غورځنګ، ماګا او ټول ملت په اړه لیکنې کوي. زه ویاړم چې دغه “کثافات” مسوول وګرځوم».
تر اوسه د ټرمپ هېڅ رسنیزه دعوه محکمې ته نه دي رسېدلې، خو د محکمې په اسنادو کې نوموړي ویلي چې د ABC او CBS تړونونه د هغه د «بریالۍ هڅې» برخه وه، څو «ژورنالېزم ته صداقت را وګرځوي».
سربېره پر دې، ټرمپ د آسوشیتدپریس له شکایت سره هم مخامخ دی، ځکه چې نوموړي د دوی د خبر پوښښ محدود کړی و. AP وايي دغه محدودیت د دې په بدل کې و چې دوی د ټرمپ د هغه اجرايي فرمان اطاعت ونه کړ چې غوښتل یې د «مکسیکو خلیج» نوم په «امریکا خلیج» بدل کړي.
د نیویورک ټایمز ویاند وویل: «موږ به پرته له وېرې او طرفدارۍ حقایق تعقیب کړو او د خبریالانو له حق څخه به دفاع وکړو چې د امریکا د خلکو په استازیتوب پوښتنې وکړي، چې د اساسي قانون د لومړي تعدیل له مخې خوندي دی».
د پنګوین رنډم هاوس خپرندوی شرکت، چې د بوټنر او کریګ د کتاب ناشر دی، اعلان وکړ چې د کتاب او د هغه د لیکوالانو تر څنګ ولاړ دی.