تاند (چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۶مه) پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي د نجونو پر زده کړو او اوس پر انټرنیټ د طالبانو بندیز افغان ملت د پردیو غلامۍ ته ټېل وهل دي.
خټک زیاته کړې، چې په یوویشتمه پېړۍ کې د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل او د ټولو افغانانو لپاره د انټرنیټ بندول د هېواد د محرومېدو او شاتګ مانا لري.
د هغه په وینا، یو ملت چې له زده کړو، ساینس او ټیکنالوژۍ بې برخې پاتې شي او د ژوند کولو لپاره په پردیو تکیه وکړي، هېڅکله خپلواک او نورو سره سیال نه شي جوړېدای.
طالبانو تېره ورځ بلخ کې پر نوري فایبر انټرنیټ مطلق بندیز ولګاوه.
د راپورونو له مخې دا بندیز څو ساعتونو کې د هېواد نورو سیمو ته هم وغځېد او ویل کېږي چې په ټول هېواد کې عملي کېږي.
سرچینې وایي، په یو شمېر ښارونو کې بېسیم انټرنیټ هم یا محدود شوی او یا بشپړ قطع شوی دی.
طالبانو په رسمي خبرپاڼو کې د دې کار لامل له «منکراتو مخنیوی» یاد کړی دی.
د ټکنالوژۍ متخصصین وايي، د طالبانو دا بندیز به هېواد کې د ادارو، زده کړو، بانکونو، حکومتولۍ او نړۍ سره د اړیکو برخه کې پراخې ستونزې رامنځته کړي.
دې چارې پر خواله رسنیو د افغان کاروونکو اندېښنې، غوصه او ګیلې راپورته کړي او ټول په یوه غږ غوښتنه کوي چې طالبان دې د ولس د تباهۍ له پرېکړو واوړي او مختګ ته دې فکر وکړي.