تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) د «مستقلو کارپوهانو» درې کسیز ټیم، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د څېړنو دنده ورکړل شوې وه، دې پایلې ته رسېدلی چې اسرائیل د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې په غزه کې د نسل وژنې ته دوام ورکړی دی.
دغه ټیم په خپل ۷۲ مخیز راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دې نسل وژنې ته د پای ټکی کېږدي او د عاملانو د مجازاتولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
خو اسرائیل د دې ټیم موندنې رد کړې او راپور یې «تحریف شوی او درواغجن» بللی دی.
د څېړنې کمیسیون
د فلسطین د اشغال شوو سیمو او اسرائیل په اړه د څېړنو کمیسیون چې څلور کاله وړاندې جوړ شوی،د حماس له لوري د ۲۰۲۳م د اکتوبر د ۷مې نېټې له مرګونو بریدونو وروسته په وار وار په غزه کې د اسراییل د بشري حقونو د سرغړونو او ادعايي جنګي جرمونو اسناد راټول کړي دي.
په راپور کې راغلي چې دغه کړنې د فلسطینیانو وژل، د «جدي فزیکي او رواني زیانونو» رسول، «د داسې شرایطو عمدي تحمیل چې د خلکو د ژوند بشپړ یا جزوي نابودي رامنځته کړي» او همداراز «د نسل د زیاتوالي د مخنیوي اقدامات» رانغاړي. دا موندنې کولای شي د نړیوالې جزایي محکمې یا د ملګرو ملتونو د نړیوالې محکمې د څارنوالانو له خوا وکارول شي.
اسرائیل له کمیسیون سره له همکارۍ ډډه کړې او دغه کمیسیون یې د اسرائیل پر ضد د تعصب په لرلو تورن کړی دی. امریکا، چې د اسرائیل نژدې متحد دی، هم د روان کال په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه ووتله.
د نسل وژنې څلور کړنې
کمیسیون ویلي چې اسرائیل په غزه کې د ۱۹۴۸م کال د نړیوال کنوانسیون له مخې له پنځو تعریف شوو کړنو څخه څلور یې ترسره کړي دي چې نسل وژنه ګڼل کېږي.
د کمیسیون مشرې ناوي پیلای، ویلي: «کمیسیون دې پایلې ته رسېدلی چې اسرائیل په غزه کې د نسل وژنې مسوول دی او د فلسطینیانو د له منځه وړلو نیت لري، هغه هم د داسې کړنو له لارې چې د نسل وژنې د کنوانسیون معیارونه پوره کوي.»
کمیسیون نتیجه اخیستې چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، ولسمشر اسحاق هرتزوګ او پخوانی دفاع وزیر یوآو ګالانت په نسل وژنه کې ښکېل دي.
دلایل او شواهد
کمیسیون ویلي، د دې نتیجې لپاره یې د اسرائیلي امنیتي ځواکونو کړنې، د غیرنظامي او نظامي چارواکو څرګندې ویناوې، د وژل شوو کسانو شمېر، په غزه کې بشپړه محاصره، د بشري مرستو بندېدا چې د لوږې لامل شوې، د روغتیايي سیستم «منظمه نابودي»، او د ماشومانو مستقیم هدف ګرځول ارزولي دي.
غوښتنې
کمیسیون له نورو هېوادونو غوښتي چې اسرائیل ته د وسلو لېږد وځنډوي او هغه افراد یا شرکتونه منع کړي چې د غزې په نسل وژنه کې مرسته کولی شي.
پیلای چې د جنوبي افریقا حقوقپوهه ده ویلي: «نړیواله ټولنه نشي کولای په دې نسل وژنه کې، چې اسرائیل په غزه کې پیل کړی، چوپ پاتې شي. کله چې د نسل وژنې څرګندې نښې او شواهد ښکاره شي، د هغه د مخنیوي لپاره بېعملي خپله د همکارۍ په مانا ده.»
د اسرائیل غبرګون
دغه راپور په داسې وخت خپرېږي چې د نړیوالې محکمې له خوا هم د جنوبي افریقا د نسل وژنې د دعوې اورېدنه روانه ده. د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ ویلي: «اسرائیل په کلکه دا تحریف شوی او درواغجن راپور ردوي او د دې څېړنیز کمیسیون د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کوي.»
دغه وزارت دا څېړنه «د حماس پر درواغو ولاړ راپور» بللی او د راپور لیکوالان یې د دې ډلې استازي بللي چې «
اسراییل تر دې وړاندې هم هر هغه څوک چې له دوی څخه یې د بې رحمانه اقداماتو د بس کېدو غوښتنه کړې یا یې د اسراییل پر اقداماتو نیوکه کړې، د حماس ملاتړي بللي دي.