جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد احصاییې ملي اداره وايي، سرشمېرنه پیلوي

د احصاییې ملي اداره وايي، سرشمېرنه پیلوي

تاند (چهار‌شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) د احصائیې او معلوماتو د ملي ادارې رئیس، عبدالقاهر ادریس، وايي چې د ټول هیواد د نفوسو سرشمېرنه به پیل کړي او وسره هممهاله به د کورونو لېست ترتیب شي.

هغه پرون (سې شنبې) په یوه انلاین غونډه کې وویل چې د سرشمېرنې د ترسره کولو لپاره شرایط برابر شوي او دا بهیر به پایله ولري.

ادریس چې له کابل څخه د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د احصائیې ادارو د رئیسانو په اتمه غونډه کې انلاین خبرې کولې، زیاته کړه چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې په افغانستان کې د نفوسو هیڅ رسمي سرشمېرنه نه ده شوې.

په دې انلاین غونډه کې د اوزبکستان، اذربایجان، ترکیې، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ایران او د طالبانو استازو ګډون درلود.

په ۱۹۷۹ م یا ۱۳۵۷ -۱۳۵۸ لمریز کال کې په داسي حال کې د وخت حکومت سرشمېرنه وکړه چې د هیواد په ختیځو او جنوبي لایتونو کې جګړې پیل شوې وې. له همدې کبله د ډېرو په باور هغه سرشمېرنه هم نیمګړې وه.

ادریس ټینګار وکړ چې د احصائیې او معلوماتو ملي اداره، له موجودو ستونزو سره سره، خپلې اساسي وړتیاوې ساتلې دي څو معیاري احصائیوي فعالیتونه پرمخ یوسي او د پالیسیو جوړولو او پرمختیايي اړتیاوو لپاره باوري معلومات برابر کړي.

هغه همداراز د ایکو له غړو هېوادونو وغوښتل چې خپلې تجربې او تخنیکي مرستې، په ځانګړي ډول د لویو سرشمېرنو او احصائیوي پروژو د پلي کولو په برخه کې، له دوی سره شریکې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب