جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونههسپانیا هم د اسراییل د ګډون په صورت کې د یورو وېژن...

هسپانیا هم د اسراییل د ګډون په صورت کې د یورو وېژن سیالۍ بایکاټ کوي

تاند (چهار‌شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) هسپانیا لومړی هېواد شو چې د «لویو پنځو» (Big Five) له ډلې، یعنې له هغو پنځو سترو تمویلوونکو هېوادونو څخه چې د یوروویژن سیالۍ وروستۍ پړاو ته په اوتومات ډول لار مومي، د اسراییل د ګډون په صورت کې له دې سیالۍ په رسمي ډول وتل اعلانوي.

د هسپانیا دولتي ټلویزیوني چاینل RTVE د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۶ مه) پرېکړه وکړه چې که اسراییل د ۲۰۲۶ یوروویژن سندر په نړیوالې سیالۍ کې برخه واخلي، هسپانیا به ترې ووځي. دا پرېکړه هسپانیا د هغو هېوادونو په لړ کې د «لویو پنځو» ډله بلل کېږي، لومړی ګرځوي چې په رسمي ډول یې د وتلو پرېکړه کړې ده. تر دې وړاندې هالنډ، سلوانیا، آیسلنډ او آیرلنډ د اسراییل د ګډون بایکاټ اعلان کړی و.

دا پرېکړه د RTVE د عامه خپرونې د ادارې د رییس، خوسه پابلو لوپېز، په وړاندیز د RTVE د بورډ له خوا په لسو موافقو، څلورو مخالفو او یوې سپینې رایې تصویب شوه.

د اروپا خپرنۍ اتحادیې (EBU) مخکې ټینګار کړی و چې سیالي باید له سیاسته لیرې پاته شي او ویلي یې و چې اسراییل به له دې سیالۍ ونه ایستل شي.

په ۲۰۲۲ کال کې، روسیه پر اوکراین له یرغل وروسته له یوروویژن څخه وایستل شوه. هغه مهال EBU په یوه اعلامیه کې لیکلي وو: «په دې سیالۍ کې د روسي ګډون کوونکي شاملول به د سږنۍ سیالۍ حیثیت زیانمن کړي.»

د مې میاشت کې په مادرید کې په یوه غونډه کې د هسپانیا لومړي وزیر پېدرو سانچیز، چې له اوږدې مودې راهیسې د فلسطیني سیمو په اړه د اسراییل پر تګلارو نیوکې کوي، وویل: «موږ نه شو کولی دوه ګونی معیار ومنو، حتی په فرهنګي برخه کې هم نه.» هغه زیاته کړه: «کله چې روسیه د اوکراین تر یرغل وروسته له نړیوالو سیالیو، په ځانګړې توګه له یوروویژن څخه وایستل شوه، نو اوس باید د اسراییل په اړه هم ورته چلند وشي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب